د پاکستان او هندوستان لوړ رتبه پوځي چارواکو د شورو په ورځ د یو سره رابطې کړې دي، دغه گام په داسې مهال پورته کړی شوې دی چې د کشمیر په پوله د دواړو هیوادونو ځواکونو نښتې شوې دي او دواړو په یو بل د عسکرو وژنې الزامات لگولې دي.
پاکستاني چارواکو وئيلي دي چې دپوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز دخپل هندي سيال سره تماس نيولى دى.
بل خوا دهند خارجه وزير سلمان خورشيد وائي چې په نوي ډيلي کې پاکستاني استازي سلمان خورشيد ته په سختو ټکو کې احتجاج شوى.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې سلمان خورشيد وويل دلائن اف کنټرول سره نزدې دپاکستاني پوځيانو په شکمنه کارروايۍ کې ددوؤ هندي پوځيانو دوژنې پيښه دمنلو جوگه نۀ ده ، خو حالات به نور خرابيدو ته نۀ پريږدو.
دنهې په ورځ هم سلمان خورشيد وئيلي وؤ چې په دغه پيښه دهند ځواب متناسب وي او زياته کړې يې وه چې په دغه پيښه به دشورو په ورځ لوړپوړي حکومتي او پوځي چاراکي دطرزعمل پريکړه کوي.
دهند دبهرنو چارو وزارت دلمړي گام په توگه دپاکستان هائي کمشنر(سفير) سلمان بشير ته په دغه پيښه داحتجاج کولو لپاره هغه راغوښتى.
دهند دخارجه وزارت دوياند ترمخه په دغه ليدنه کې خارجه سکتر رنجن متهائي هائي کمشنر سلمان بشير ته وئيلي دي چې هند به دغه شان پيښې بيخي نۀ زغمي او پاکستان ته به دکنټرول لا ئن درناوى کول وي.
دشورو په ورځ دهند ددفاع وزير اى کى انتهوني خبريالانو سره په خبرو کې وئيلي ي چې دپاکستاني پوځ دغه گام زيات پاريدونکى دى.
ددفاع وزير وويل هغوي( پاکستان) چې دهندي پوځيانو دمړو سره کوم عمل کړى هغه غيرانساني دى.
دهند خارجه وزير خورشيدزياته کړه دغه بريد ددواړو هيوادونو ترمينځ دامن کمزوري عمل ته دنور زيان رسولو لپاره دوړاندې څخه جوړ شوى ؤ
په 2008م کې دهند په ممبۍ ښار کې دترهه گريزو بريدونو وروستو دپاکستان او هند ترمينځ اړيکې سختې خرابې شوې وې خو دتيرې څه مودې راهسې په دغو اړيکو کې پرله پسې ښه والى راځي.
دممبۍ دبريدونو پړه هندي چارواکو په پاکستاني تندروه ډله لشکرطيبه اچولې وه.
په اسلام اباد کې يو پوځي چارواکي دهند لخوا په پاکستاني پوځيانو ددوؤ هندي پوځيانودوژنې تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې دنهې په ورځ دهند لخوا دخپلو عسکرو دوژنې دغه تور په اصل کې داتوار په ورځ په پاکستاني پوسته دهندي عسکرو دبريد څخه دپام اړولو يوه پروپيگنډه ده.
دپاکستان پوځ وائي چې هندي عسکر داتوار په ورځ دلائن اف کنټرول څخه وراوښتي وؤ ، په يوه پوځي پوسته يې بريد کړى چې پکې يو پاکستانى پوځي وژل شوى او بل ژوبل شوى ؤ، خو هند دپولې څخه دخپلو عسکرو داوړيدو تورونه رد کړي دي.
دهند خارجه وزير سلمان خورشيد تيره ورځ وئيلي وؤ چې ددغه پيښې څخه وروستو چې به څه کيږي او په کومه طريقه ددې فيصلې به مونږ سبا کوؤ.
پوځي سرچينې وائي چې دنهې په شپه ددواړو هيوادونودپوځونو ترمينځ دډزو نوره تبادله هم شوې خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
بلخوا دشورو په ورځ پاکستاني چارواکو وئيلي دي چې دپوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز دخپل هندي سيال سره تماس نيولى دى.