د هندوستان د خارجه چارو وزارت ویاند رویش کمار تور لګولی پاکستاني چارواکي د هندوستان لخوا په بالاکوټ کې شوي برید ځاې ته د خبریالانو په تګ بندیز ښايي، پاکستان د برید په اړه ډیر څه پټول غواړي.
د راېټرز خبري ادارې د یو رپورټ ترمخه د خالي یا شنبې په ورځ د خارجه چارو وزارت ویاند ویلي د پاکستان حکومت لخوا د بالاکوټ سېمې ته د خبریالانو په تګ بندیز ښايي دوي هلته ډیر څه پټول غواړي.
پاکستاني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو لکبه د راېټرز خبري ادارې یو خبریال د بالاکوټ هغه سېمې ته د تګ نه ودرولی چرته چې د جېش محمد تندروه ډلې دیني مدرسه ده.
په دغه سیمه کې د هندي الوتکو لخوا هوايي برید شوی وو او هند دعوه کړې وه چې په دغه برید کې يې د جېش محمد ډلې مرکز په نخښه کړی.
پاکستان د هندوستان دغه ادعا ردوي او وايي په هوايي بمبار کې تش غر په نخښه شوی او برید نه نژدې یواځې یو څو کورونه زیانمند شوي.
د رايټرز خبري ادارې د رپورټ تر مخه د هندوستان د خارجه چارو وزارت ویاندنه چې کله په بالاکوټ کې د سېټلاېټ نه اخستل شوو عکسونو په اړه پوښتنه وشوه چې په سیمه کې لا هم د مدرسې ودانې ښکاري، نو نوموړي د هندوستان د حکومت دعوه تکرار کړې چې د هندوستان دغه برید کامیاب وو او خپل احداف يې ترسره کړي.