په هندي پارلیمان کې د مخالفه ډلې مشر راهول ګاندهي د پارلیمان غړیتوب بحال کړی شو

د هندي پارلیمان ښکته جرګې سیکتر اوتپال کمار سینګ ویلي د راهول ګاندهي څخه غړیتوب اخستلو سره د عدالت تر بل اعلانه پورې د هغه فعالیتونه تړل شوي وو

په هندي پارلیمان کې د مخالفه ډلې مشر راهول ګاندهي د پارلیمان غړیتوب بیرته پرځاۍ کړی شوی. په وزیراعظم نرندره مودي د نیوکو کولو په سر سپریم کورټ پارليمان کې د راهول ګاندهي رکنیت ځنډولی وو.

د هندي پارلیمان ښکته جرګې سیکتر اوتپال کمار سینګ ویلي د راهول ګاندهي څخه غړیتوب اخستلو سره د عدالت تر بل اعلانه پورې د هغه فعالیتونه تړل شوي وو.

د کانګرس ګوند مشر ښاغلي ۵۳ کلن ګاندهي ته د مارچ په میاشته کې دوه کاله د بند سزا اورول شوې وه. د ناقدینو په نظر د راهول ګاندهي د پارلیمان غړیتوب ځنډیدل د نړۍ لوی جمهوري هیواد هند کې د حکومت مخالفه ګوند د واک ختمولو هڅو کړۍ وه.

د کال ۲۰۱۹ انتخابي کمپاین په وخت یوې وینا څځه دده لانجمنه بیان اخستل شوی وو چې پکې ګاندهي پوښتلي وو ولې د هر غل سړي تخلص مودي وي؟ د ده دغه وینا د وزیراعظیم او د هغه خلکو چې تخلص يي مودي وو سپکاوی وبلل شو.

دغه نوم په هند کې کمره ګڼل کېدونکو خلکو سره تړل کېږي. په هند کې هر هغه څوک چې ورته دوه کاله د حراست سزا اورول شوي وي هغه په پارلیمان کې ناسته نه شي کولی.دغسې د مارچ په میاشته کې ګاندهي د پارلیمان څځه بهر کړی شو.

که څه هم دی د پارلیمان نه اویستل شو خو د جیل نه بهر وو ځکه چې ده خپله مقدمه په نوي دلي کې سپریم کورټ ته ویوړله.د کانګرس مشر مالک ارجون خارجي ددې هر کلی کړی او په حکومت يي غږ کړی چې د مخالفه ډلو مشرانو په هدف کولو سره د جمهوريت بدنامولو پرځاۍ خپل حکومتي هلوځلو ته پام وګرځوي.

د کانګرس یوبل غړي ششي ترور هم د راهول ګاندهي پارلیماني غړیتوب په ځاۍ کول د اطمینان وړ بللي او د اعلان يي هرکلی کړی.

هغه اوس په لوک سبا کې خپلو ذمه واریو ته دوام ورکولی شي چې د هندي اولس او د خپلې حلقې خدمت اوکړي....دا د انصاف ګټه ده او دا زمونږ د جمهوریت ګټه ده.

د هند سترعدالت د جمعې د ورځې ګاندهي ته د سپکې وینا په سر اورول شوې سزا ځنډولې او وايي چې لمړنۍ محاکمه ناکامه شوې چې څلور کاله وړاندې د انتخابي کمپاین په وخت شوې وینا باندې ده ته غټه سزا ورکړی شي.

جسټس بي ار ګاوي په خپل عدالتي امر کې ویلي د اخیرۍ پریکړې راتلو پورې به د تور پورې کولو حکم معتله وي.

راهول ګاندي د هند سیاسي کورنۍ سره تړون لري او د ازادۍ ترلاسه کولو ورستو د لمړي وزیراعظم او د ازادۍ مبارز جواهرلعل نهرو کړوسی، د بل وزاعظم لمسی او ورپسې بیا د بل وزیراعظمې ځويي دی.

کانګرس په هندي سیاست کې یو لوی ګوند وو خو ګاندهي چې کله یو شهزاده اعلانه کړی شو او د عام هندیانو سره يي رابطې کمې شوې نو په خپله دوو انتخابونو کې د نریندره مودي او د هغه ګوند بهارتیه جنته ګوند خلاف د ناکامۍ سره مخ شو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي