اسماعيل هنيه په ايران کې څنګه په هدف شوی؟

د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه چې د ايران پلازمينه تهران کې وژل شوی، د 24 ساعتونو تېرېدو باجود ايران تراوسه پورې د دغه پېښې تفصيلات نه دي ورکړي.

اسماعيل هنيه چې په کوم ځای کې په هدف شوی، نه خو د هغه ځای کوم عکس او نه ويډيو مخې ته راغلې ده، خو تهران د دغه برید تور په اسرايل لګولی دی.

ايران د اسماعيل هنيه په وژنه د درېو ورځو ماتم اعلان کړی دی. د ایران سپريم مشر ايت الله خامنه نن د زيارت په ورځ تهران پوهنتون کې د اسماعيل هنيه جنازه کړې او ويل شوي، اسماعيل هنيه به د جمعې په ورځ په قطر کې خاورو ته سپارل کیږي.

اسماعيل هنيه د ايران د نوي منتخب شوي صدر مسعود پزشکيان د سوګند پورته کولو دستورې له تهران له ته تللی، پرون په 31مه جولايۍ سرکاري مېلمه ځای کې وو چې په هدف شوی او وژل شوی وو.

اسرايل هم د دغه پېښې په اړه کوم جزيات نه دي ويلي.

خو د حماس يو مشر او د اسماعيل هنيه نزدې ملګري خليل الحيه ويلي، هنيه چې په کوم وداني کې وو هلته هغه په کمره کې ليدل شوی چې د راکټ د لارې په هدف شوی او هنیه نېغ په راکټ لګېدلی دی.

خليل الحيه پرون په تهران کې په خبري غونډه کې ويلي، راکټ د ودانۍ شيشو، کړکۍ او دیوالونو ته هم تاوان اړولی دی.

هغه ويلي، د هنیه سره چې دغه وخت په ودانۍ کې څوک موجود وو هغو راکټ ليدلي دی، او زياته کړې یې ده نور معلومات به ايران ورکوي.

د خليل الحيه په خبره، دوی اورېدلي چې ايران د پبلک پراسيکيوټر يا څارنوال يوه کميټي جوړه کړې او تکنيکي ټيم هم په هغه ځای موجود دی، دوی يقين لري چې يوې نتيجې ته به ورسي.

ايران د اسماعيل هنیه د وژنې زمه واري په اسرايل ور اچولې او د اسرايل څخه یې د بدل/ غچ اخستو ګواښ هم کړی دی، خو اسرايل د حماس د مشر په په وژنه څه نه دي ويلي.

خو د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د اسماعيل هنیه د نوم اخستو بغېر يو بيان کې ويلي، اسرايل په تيرو څو ورځو کې د حماس او حزب الله د ايران ملاتړي پراکسيز ته کلک تاوان اړولی دی.

نېتن ياهو ويلي، د اسرايلي وګړو دپاره به راتلونکې څو ورځې سختې وي ځکه د بيروت د حملې وروسته دوی ته د مختلفو اړخونه ګواښونه کيږي، خو دوی د هر ډول حالاتو مخنيوي ته تيار دي.

څيړونکي وايي، اسرايل د اسماعيل هنيه په وژنه څه نه دي ویلي، خو دغه وژنه په داسې ځای او وخت کې شوې چې ټول یې حېرانه کړي دي.

په واشنګټن کې د نيولاينز انسټيټيوټ څيړونکي نکولس هېرس ترمخه د اسماعيل هنيه وژنه د يوې لوړې کچې دورې په وخت د ایران په زړه کې شوې کوم چې د اسرايل لخوا ښکاره پيغام دی چې هغه شخړه راکمه کړي.

وي او اې د ډيل ګالک سره خبرو کې هېرس ویلي، اسرايل د ایران او د دغه هيواد اتحاديان هر ځای څه وخت هم په نخښه کولی شي.

هغه زياته کړې، د اسماعيل او په 30مه جولايۍ بيروت کې د حزب الله د مشر فواد شکر وژنه دې پله اشاره ده، او اسرايل د دغه لارې پيغام ورکول غواړي چې استخبارات یې، څارنه، جاسوسي او عملياتي توان یې تر ټولو غوره او ځانګړی حيثيت لري.

د ايران سپريم ليډر ايت الله خامنه ای د اسماعيل هنيه د وژنې په ځواب کې اسرايل ته د سختې سزا ورکولو اعلان کړی او د اسرايل پرضد یې د کارروايي امر کړی دی.

د کنګز کالج لندن د منځني ختيځ د امنيتي چارو کار پوه پروفېسر اهرون بريګمن ويلي، د ایران د ځوابي اقدام په اړه دا وخت څه نه شي ويلی، خو ايران به هڅه کوي چې په اسرايل نېغ په نېغه حمله ونه کړي.

وي او اې سره په خبرو کې برېګمن ويلي، ايران به دې لومړيتوب ورکوي چې جوهري بم ونه کاروي ځکه دا وخت د دغه بم کارولو نه دی، ځکه ايران به د خپلو پراکسيز د لارې ځوابي اقدام ته لومړيتوب ورکوي.

( د دې څه معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)