ایران د ایټمي پروگرام په مسله مذاکراتو کې نوی تجویز وړاندې کړی

د ایران خارجه وزیر جاوید ظریف او د خارجه چارو د پاره د یورپیئن یونین مشره کیترین ایشټن

د ایران د نړي والو قوتونو سره د هیواد د ایټمي پروگرام په موضوع کیودنکو مذاکراتو کې نوی تجویز وړاندې کړی دی. ایران د نوي صدر منتخب کیدو ورسته د نړي والو قوتونو سره د ایټمي پروگرام په سر دا وړمبۍ خبرې اترې دي.
امریکا، روس، چین، فرانس، برطانیه او جرمني غواړي چې ایران دا ثابته کړي چې ایټمي پروگرام يي د وسلو تیارولو د پاره نه دی او د ایران کوشش دی چې د یورینیئم جوړولو په سر په هیواد لگول شوي پابندۍ نرمې کړی شي.
نړي والو قوتونه باور کوي چې د غوښتنو باوجود هم ایران د یورینیئم جوړول عمل نه دی ودرولی.
د خارجه چارو د پاره د یورپیئن یونین مشرې کیترین ایشټن ترجمان مائیکل مین ویلي د ایران لخوا د وړاندې کړی شوي تجویز په هکله څه تفصیل نه لري. هغې زیاته کړه چې خبرې اترې جاري دي او امید يي څرگند کړو چې د ایران تجویز به د شپږو واړو نړي والو قوتونو اندیښنو ته ځواب ووايي.
هغه وویل نړي والو قوتونو د مذاکراتو میز ته خپل تجاویز هم راوړي دي.
کیترین ایشټن جنیوا کې د مذاکراتو په هکله په محتاطه توگه خوشبیني څرگنده کړې ده.
د ایران نوي صدر حسن روحاني ویلی هغه د سفارتکارۍ د لارې د بندیزونو د نرمولو کوششونه کوي خو ایران سره مذاکراتو کې ککړ شږ واړه نړي وال قوتونه وايي ددې وړاندې چې په ایران بندیزونه نرم کړی شي، هیواد دې د ایټمي وسلو نه تیارولو په باره کې خپله نیک نیتي ثابته کړي.
بل خوا د اسرائیلې وزیراعظم بینجمن نیټن د قامي سلامتیه په اړه د کابینې غړو ایران سره د څه قسمه معاهدې مخالفت کړی دی او ویلي يي دي چې ایران سره دې داسې څه معاهده وو نه کړی شي چې د هیواد د وسلو جوړولو صلاحیت په ځائې پاتې شي.