ايران د نهې/سه شنبې په ورځ ويلي چې ايران او امريکا د بنديانو په ازادولو رضا شوي او دا عمل ممکنه ده چې په دوو مياشتو کې سر ته ورسي.
د ايران د خارجه چارو د وزارت وياند نصير کنعاني يو مطبوعاتي کانفرنس ته ويلي “يو مقرر وخت ټاکل شوی او اړونده چارواکو اعلانکړی چې دا عمل به زيات نه زيات دوه مياشتې وخت واخلي چې سر ته ورسي”.
تهران او واشنګټن د دې مياشت په پيل کې موافقې ته رسېدلي چې دواړه خواوې د يو بل پينځه پينځه بنديان پرېږدي چې د دوی په جيلونوکې دي. د دې سربېره به امريکا د ايران د شپږو بيلين ډالرو هغه شتمنۍ بيرته ايران ته ورکړي چې په سويلي کوريا کې نيولې شوې وې.
د سويلي کوريا د ميډيا تر مخه تېره اونۍ د ايران شتمنۍ د سوېټزرلينډ مرکزي بنک ته اړولې شوي چې ايران ته بيرته ورکړل شي. دامريکايي بنديانو نه د يو بندي وکيل ويلي ايران څلور امريکايي بنديان د اېوېن جيل نه ويستلي او په کور نظر بند کړی شوي دي. پينځه امريکايي شهري او بندي د وړاندې نه په کور کې بندي دی.
یادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي