د ایران پزشکیان د چین او روس ستاینه کړې، د امریکې فشار يې رد کړی

پزشکیان وویل چین او روس په مستقل ډول په سختو وختونو کې د ایران سره ودرېدلي دي او "مونږ د دې ملګرتیا قدر کوو."

د ایران نو منتخب صدر مسعود پزشکیان د خالی، شنبې، په ورځ شایع شوي یو بیان کې روس او چین سره د خپل ملک د ملګرتیا ستاینه وکړه او ويې وېل امریکا باید پوهه شي چې ایران به د فشار جواب نه ورکوي.

پزشکیان په سیاسي توګه نسبتاً معتدل ګڼل کېږي او په انتخاباتو کې يې خپل سخت دریځه حریف ته ماتی ورکړی دی. هغه وویل ایران د اېټمي وسلو تکل نه کوي او د خپلو ګاونډیو ملکونو او یورپ سره په تعلقات زیاتوي.

پزشکیان د "نوي دنیا دپاره ځما پېغام" په عنوان بیان کې چې تهران ټایمز اخبار کې شایع شوی، وویل امریکې ته پکار ده چې د همیشه دپاره دا حقیقت تسلیم کړي او پې پوهه شي چې ایران به د فشار جواب نه ورکوي او د ایران په دفاعي نظریه کې اېټمي وسلې نه شته.

یوکم اوویا کلن پزشکیان ډاکټر او د زړه سرجن دی. هغه لوظ کړی چې د عمل وړ خارجه تګلاره به خپلوي، د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهدې په اړه مغربي ملکونو سره د مذاکراتو ځنډیدو په سر تاوتریخوالی به کموي، ټولنيزې ازادۍ او په سیاسي کچه ټول شمولیت ته به وده ورکوي.

خو ډیر ایرانیان ډاډ مند نه دي چې پرشکیان به د انتخاباتو خپل لوظونه پوره کړی شي ځکه چې په ایران کې د ټولو نه زیات اختیارات د صدر سره نه بلکې د روحاني مشر ایت الله علي خامنايي سره وي.

پزشکیان وویل چین او روس په مستقل ډول په سختو وختونو کې د ایران سره ودرېدلي دي او "مونږ د دې ملګرتیا قدر کوو."

د روس په اړه پزشکیان وویل روس د ایران د قدر وړ ګاونډي ملک او همکار دی او د هغه حکومت ژمن دی چې دغه همکاري نوره پراخه کړي. هغه زیاته کړه چې ایران به د یوکرېن شخړه په پرامنه ډول د حل کولو د تحریکونو مرسته کوي.

پزشکیان وویل د ایران ولس ورته په نړیواله سطح د مثبتې ښکېتیا دپاره دروند اکثریت ورکړی خو د دې ترڅنګ به په خپلو حقونو، وقار او په سیمه اییزه او نړیواله کچه د خپل کردار په حق ټینګار هم کوي.