خامنایي ګواښ کړی د اسماعیل هنیه د وژنې غچ به واخلي او اسرایل ته به "سخته سزا" ورکړي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنایي په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه پر وژل کېدو اسرایل ته د "سختې سزا" ورکولو هوډ وکړ او ویې ویل چې غچ به یې واخلي.

خامنا‌یي د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه پيغام کې ویلي، د هنیه د وینې بدل اخیستل خپل فرض ګڼي او زیاتوي چې "په دې ترخه پېښه کې چې [د ایران] په اسلامي جمهوریت کې شوې ده د وینې بدل خپله دنده بولم."

که څه هم اسرایل د اسماعیل هنیه پر وژنه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې، خو حماس، د ایران حکومت، د دې هېواد پاسداران انقلاب ځواک او مذهبي مشر ایت الله خامنایي یې ذمه واري پر اسرایل ور اچوي.

عربي رسنیو خبر ورکړی چې د اسماعیل هنیه مړی به د پنجشنبې- زیارت په سهار په تهران کې له جنازې وروسته قطر ته یووړل شي. رپوټونه وایي د جمعې په ورځ به په دوحه کې د هغه د جنازې بل لمونځ وشي او بیا به د قطر په دویم لوی ښار لوسیل کې خاورو ته وسپارل شي.

په واشنګټن کې د نیو لاینز انسټیټیوټ څېړونکي نیکولس هېرس وایي، دا حقیقت دی چې د "د تهران په زړه" کې د "لوړې کچې د دورې په مهال" دا وژنه ایران ته د اسرایل ښکاره اشاره ده چې ترې غواړي‌ "تاوتریخوالی دې کم" کړي.

هېرس وي او اې ته وويل، "اسرايل تر اوسه [د هغه د مرګ] دعوه نه ده کړې، خو کېدای شي دا کار د اسرايليانو وي. اسرایل کولای شي پر ایران یا د هغه پر متحدینو په هر ځای کې او هر وخت برید وکړي".

اسماعیل هنیه د حماس ډلې مشر وو خو له تېرو پینځو کلونو په قطر کې اوسېده، هغه د ایران د نوي صدر مسعود پزشکیان د لوړې یا سوګند په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی وو او هلته یې د صدر په ګډون له ایت الله علي‌ خامنایي او نورو ایراني مشرانو سره لیدلي وو چې د چارشنبې- نهې په سهار سپېدو مهال په یو برید کې و وژل شو.

نیکولس هېرس وایي د اسماعیل هنیه له وژنې سره سم د نهې- سه شنبې په ورځ د لبنان په بېروت کې د حزب الله د یو مشر فواد شکر د وژنې په خبر سره "اسرایل دا اشاره ورکوي چې د غوره استخباراتو، څارنې او کشف او د عملیاتو وړتیاوې لري" او بل دا چې "اسرایليان برلاسي دي".

د لندن په کینګز کالج کې د منځني ختیځ د امنیتي چارو استاد پروفیسر اهرون بریګمېن وایي، که څه هم دا ویل ګران دي چې ایران به څه وکړي، خو وایي ایران به "پر اسرایل د مخامخ برید کولو لاره غوره نه کړي."

د پروفیسر بریګمېن په وینا د ایران لومړۍ ترجیح دا ده چې تر خپلې پټۍ لاندې ایټم بم ولري، وایي دا د ایران لپاره د مخامخ برید سم وخت نه دی، ځکه به نو دا ورته غوره وي چې په پراکسي ډلو دا کار وکړي:

"خو اسرایل [ایران] چېلنج کړی او د دې هېواد سپکاوی شوی دی چې اسرایل یې په خاوره کې یو څوک وواژه".

د ډزبندۍ پر خبرو اترو د هنیه د وژنې اغېز:

په غزه د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کولو په اړه په خبرو اترو کې فعال هېواد قطر د هنیه وژنه "په سختو ټکو" غندلې او دا یې "یو خطرناک عمل او د نړیوال او بشري قانون ښکاره سرغړونه" بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "دا وژنه او په غزه کې د ملکي وګړو په نخښه کولو کې د اسرایل بې پروا چلند به سیمه له ګډوډۍ سره مخ کړي او د سولې امکاناتو ته به زیان ورسوي."

پروفیسر بریګمېن وایي خبرې اترې به "اوس ولاړې وي"، ځکه چې وایي نه د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او نه هم په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار غواړي چې د ډزبندۍ په اړه خبرې وکړي.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن یو ځل بیا ویلي، په غزه کې د ډزبندۍ تړون د پراخې سیمه ییزې شخړې د مخنیوي لپاره بنیادي حیثیت لري.