حسن روحاني: ایران به د خپلې خوښې په کچه یورېنیم صفا کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د ایران سره اېټمي لوظنامه ماته کړه او په ایران یې اقتصادي بندیزونه بیا پرځای کړل

د ایران صدر حسن روحاني ویلي ترڅو د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې نور فریقین په ایران لگول شویو پابندیو کې نرمي وه نکړي هېواد به یې د خپلې خوښې په کچه یورېنیم صفا کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ایراني صدر د بیان نه یوه ورځ وړاندې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف اعلان وکړو چې ایران به د هیواد دننه د یورېنیم ذخیره د ٣٠٠ کلوگرامو نه زیاتوي. د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې د لاندې ایران د ٣٠٠ کلوگرام نه زیات یورېنیم په هیواد کې نشول ذخیره کولی. په ایران دا هم پابندي وه چې د ذخیره شوي یورینېم د صفايي کچه به د درې اشاریه اووه شپېته نه زیاته نه وي.

په درې اشاریه اووه شپېته فیصد کچه صفا شوي یورېنیم په اېټمي وسله کې نشي استعمالېدی. د وسلو دپاره په ٩٠ فیصد کچه صفا یورېنیم پکار وي.

حسن روحاني وویل د اتوار، یکشنبې، د ورځ راهسې ایران تیار دی چې په هر مقدار کې او د درې اشاریه اووه شپېته د کچې نه زیات صفا یورېنیم تیار کړي.

حسن روحاني دا ژمنه هم وکړه چې ایران به د اراک د درنو اوبو اېټمي بټۍ په جوړولو کار بیا پېل کړي. د امریکې، روس، برطانيي، چین، فرانس او جرمني سره شوي لوظنامې د لاندې ایران په دغه بټۍ یا ري اېکټر کار تړلی و. د اېټمي معاهدې دلاندې دغو قوتونو په ایران لگول شوي پابندۍ نرمې کړې.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د ایران سره اېټمي لوظنامه ماته کړه او په ایران یې اقتصادي بندیزونه بیا پرځای کړل. لوظنامې څخه د ایران د وتلو وروسته ایران د معاهدې د نورو فریقینو نه په اقتصادي پابندیو کې د نرمۍ غوښتنه کوي. د ایران د اېټمي معاهدې دغو فریقینو د یورېنیم تیارولو په اړه د ایران په اعلاناتو تشویش څرگند کړی دی.

دا وخت د خلیج فارس په سیمه کې د ایران او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکې سیمې ته اضافي ځواکونه لېږلې دي او په ایران تور لگوي چې امریکايي ډرون یا بې پایلټه هوايي جهاز یې غورځولی دی. تهران وايي دغه ډرون د ایران سرحد ته داخل شوی و.

په سیمه کې په سمندري ټېنکرونو حملې هم شوي دي چې امریکايي مامورین یې الزام په ایران لگوي خو ایران د هېواد د ککړتیا خبره ردوي.