ای اېف خبري ادارې ويلي ايران د خالي، شنبې په ورځ دړکه وکړې که اسرايل په لبنان حمله وکړه نو ايران به د سيمې د خپلو ټولو پلويانو سره په ګډه د اسرايل مقابله وکړي.
په نيويارک کې د ايراني مېشن لخوا په ايکس ورکړل شوي بيان په سيمه کې د جګړې د خورېدو انديښنې پيدا کړي چې د اسرايل او په لبنان کې د ايران پلوه حزب الله تحريک ترمنځ جنګ به پراخه کړي.
په غزه کې د اسرايل او حماس تر منځ د جګړې پيل کېدو وروستو حزب الله او اسرايل په يو بل نزدې هره ورځ بريدونه کوي. دې مياشت دا نښتې تېزې شوي دي او دواړه خواوې يو بل ته قهرجنې ويناګانې تکراروي.
اسرايلي پوځ ويلي په لبنان يې د حملې کولو منظوري ورکړې او ټولې چارې يې پشپړه کړي چې په ځواب کې يې حزب الله ويلي که پوره جنګ ونښت نو د اسرايل يوه برخه به هم ونه بخښلی شي.
د ايراني مېشن په اېکس پاڼه ليکل شوي “مېشن ګڼي چې دا د زايونېسټ حکومت د جنګ يوه نفسياتي حربه ده او په لبنان د حملې کولو تشه لاپه ده”.
خو زياتوي “که چرې دی (اسرايل) په پوره پوځي طاقت جنګ ته راودانګي نو دا به يې د خاتمې جنګ وي. دا ښکاره ده چې ټول اړخونه او مقاومت کونکي جبهې به په پوره توان جنګ ته رادانګي”.
په اکتوبر کې په سويلي اسرايل د حماس د حملې وروستو په غزه کې جګړه روانه ده. ايران د حماس د حملې ملاتړ کړی و او دا يې کامياب بريد بللی و خو پخپله په جګړه کې د شاميلېدو اقرار يې نه دی کړی.
په شمالي اسرايل د حزب الله د حملو ترڅنګ ايران پلوه حوثي يمني باغيانو په سور سمندر کې په تجارتي جهازونو بيا بيا حملې کړي او وايي دا يې د فلسطينيانو سره د يوالي ښودلو په توګه کړي. ايران په سيمه کې د نورو ډلو هم ملاتړ کوي.
اسلامي ايران د کال 1979 د انقلاب وروستو اسرايل نه تسليموي په کوم کې چې امريکه پلوه ايرانی بادشاه له واکه ويستل شوی و.
په اپريل کې په دمشق کې د ايران د کونسلګرۍ د بمبارېدو او هغلته د دوو جنرالانو په ګډون د اوه پاسداران انقلاب تنانو د وژنې وروستو هم د دواړو ترمنځ د جنګ خطرې يېښې شوې وې.
په ځواب کې يې ايران په اسرايل بې ساری ډرون بريدونه کړي وو. د ايران سرکاري ميډيا د هغې وروستو ويلي وو چې په اصفحان کې يې چاودنې شوي خو د اسرايل دې بريد ته يې اهميت نه و ورکړی البته امريکايي ميډيا د امريکايي چارواکو لخوا ويلي وو د ايران په اصفحان سيمه کې بريد اسرايل د ځواب په توګه کړی و.