عراق کې موټر بمونو او ډزو ٣٠ کسان وژلې

د عراق قت ښار کې د بم چاؤدنې په نتیجه کې زیانمن شوی یو دوکان

د عراق په جنوب کې موټر بمونو او شمال کې د ډزو د لاسه لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي او گڼ شمیر نور زخمیان شوي دي.
بمونو کې د عراق سرښار بغداد په جنوب کې شیعه اکثریتي سیمې په نخښه شوي دي.
د پولیس چارواکو د وینا ترمخه، د نجف په یو بازار کې د بم چاؤدنې په نتیجه کې اووه کسان ووژل شو.
بصره کې د دواؤ بم چاؤدنو د لاسه شپږ، ناصریه، محمودیه، حله او کت ښارونو کې د موټر بم چاؤدنو په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شو.
په شمالي ښار موصل کې یو وسله وال د پولیس په چیک پوسټ باندې حمله کې لږ تر لږه څلور پولیس وژلې دي.
د حملو ذمه واري په سمدستي توگه کومې ډلې نه ده اخستې.
عراقي چارواکو هیواد کې د تشدد ورستۍ لړۍ ذمه واري د سني فرقې په تندروه وسله والو او القاعده اچولې ده چې هیواد کې يي د فرقه ایز اړې گړې راپاریدو په حکله ایدیښنې راپورته کړې دي.