د شام په دیرالزور صوبه کې د داعش وسله والو د امنیتي ځواکونو په یو بس حمله وکړه چې له امله يې د ۲۰ نه زیات کسان ووژل شوو. دا خبر د شام سرکاري مطبوعاتو او د انساني حقونو یوې ډلې ورکړی.
د شام حکومتي خبري ادارې سنا وویل دغه حمله د دیر الزور په جنوبي مشرقي سیمه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وشوه.
په شام کې د انساني حقونو د څارنې یو غیر سرکاري تنظیم سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل په حمله کې د شام د حکومت ۲۵ عسکر ووژل شوو او لږ تر لږه ۱۰ نور زخمیان شول.
په دیرالزور کې د حملې نه دوه ورځې مخکې د داعش وسله والو په الرقه صوبه کې د شام په حکومتي ځواکونو حمله کې لږ تر لږه ۱۰ عسکر ووژل.
که څه هم په شام او عراق کې هغه سیمې بېرته نیول شوي چې په یو وخت کې د وسله والې ډلې په قبضه کې وي خو د ډلې وسله وال اوس هم وخت په وخت په ډواړو ملکونو کې حملې کوي.
د سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس مشر رامي عبدالرحمان د داعش په حملو کې د زیاتوالي سبب په حکومتي علاقو کې د مخبرانو جلب کېدل بولي.
عبدالرحمان وي او ای ته وویل د شام د حکومت د ولکې لاندې سیمو کې او په خصوصي توګه په مشرقي شام کې د خراب اقتصادي صورتحال له امله داعش ځايي خلک جلب کوي او دغه خلک ډلې دپاره جاسوسي کوي او د پوځ د حرکت نه يې خبروي.
عبدالرحمان زیاته کړه چې دغه نوي طریقه ده چې داعش یې استعمالوي.
د دیر الزور او د الرقه صوبو ډیرې برخې د شام د حکومت او د امریکې حمایتیافته کرد ځواکونو په قبضه کې دي. داعش وال په دواړو صوبو کې حملې کوي.
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام چې په منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو مسولیت په غاړه لري، د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې وویل د جولای په میاشت کې د امریکې په مشرۍ کې نړیوال اتحاد د داعش خلاف ۱۱ اپرېشنونه وکړه چې په کې د ډلې درې وسله والو ووژل شوو او شپږ نور ونیول شوو.
د امریکې په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو مشر مېجر جنرل مېتیو مېک فارلېن په یو بیان کې وویل د اتحادي ځواکونو په مسرته یې د داعش په فعالیتونو کې په ډرامايي کمی کړی او د اتحادي ځواکونو موثرتیا بهتر شوي ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د واي اوای خبریال ساروان کاجو د رپورټ نه اخیستل شوي دي
.