شپږ روسي وګړي د ترهګرې ډلې داعش سره د اړيکو لرلو په شک کې په امريکا کې نيول شوي او دا غښتلی اپرېشن د نيويارک ايالت نه تر فېلاډلفيا او لاس اېنجلس پورې غځېدلی.
ورځپاڼې نيويارک پوسټ او ای بي سي ټيليويژن د خپلو سرچينو د خلې ويلي شپږ کسان چې د تاجکستان دي نيول شوي چې په اړه يې فيډرل بيورو اف اېنوېسټيګيشن (ايف بي ايي) ايمېګريشن او کسټمز اينفورسمېنټ (ايي سي اي) محکمې ته خبرداری ورکړی و.
دوه نور کسان چې د دې ډلې برخه دي هم نيولي شوي چې د څو مياشتو نه يې د ډېرو استخباراتي ايجنسيانو د ټاسکفورس لخوا ګډ څار روان و.
د سرچينو ترمخه په پلټنو کې يو واير ټيپ هم په لاس ورغلی چې په نيول شوو تنانو کې پکې يو تن د بمونو په حقله خبرې کوي.
نيويارک پوسټ ليکلي يوې سرچينې ورته ويلي “د باسټن ميراتان بمي چاودنه مو ياده ده؟ زه يرېږم د هغې په شان پېښه بيا ونشي او لا ترې نوره هم بده پېښه”.
د وايرټيپ دغه هدف شوی تن وړاندې فيډرل چارواکو په سويلي پوله د نيولو وروستو د راتلونکي کال په عدالت کې د حاضرېدو په ترڅ کې خوشی کړی و خو سرچينې وايي د څار نه ښکاره وه چې د ده د داعش سره کلکې اړيکې دي.
په يو ګډ بيان کې ډيپارټمېنټ اف هوم لينډ سيکيوريټي او اېف بي ايي ويلي “په تېرو څو ورځو کې ايي سي اي ايجنټانو يو شمېر غير امريکايان ونيول چې د ايميګريشن چارواکو ته پکار وو”.
بيان کې ويل شوي “دا عمليات اېف بي ايي او د ترهګرۍ خلاف ګډو ټاسک فورسز وکړل. نيول شوي تنان د ايي سي اي په ولقه کې دي او د هلته نه د لرې کولو کار يې روان دی. اېف بي ايي او ډي اېچ ايس به شپه او ورځ د خپلو نورو همکارانو سره د دې تنانو په پېژندګلو، تفتيش او ملي امنيت ته د خطر پېښونکو د ماتولو خلاف ګډ کار کوي”.
د پېښې په اړه سينېټر لينسي ګراهم په يو بيان کې وايي “کچرې د ميډيا خبرونه ريښتيا وي چې د داعش سره اړيکې لرونکي کم نه کم شپږ مشکوک تنه په چاڼيز عملياتو کې نيول شوي نو د قانون نافذ کونکو ته سلام”.
وايي “زه دا د خطر غږ نزدې د دوو کالو نه اورم چې يوه ماته پوله او د افغانستان نه د پوځ د شرم نه ډک راوتل په زياتېدونکې کچه د يو بل 9/11 خطر جوړېدی شي. د هغه خلکو چې د ترهګرو ډلو سره اړيکې لري زمونږ په ماته سويلي پوله راتګ تر بل هر وخت زيات شوی. د بايډن انتظاميه زما په اند تاغير ورکونکي بدلون ته انکاري ده او مونږ په پور اخستلي وخت کې اوسو”.