دبرطانيې لخوا پاکستان ته دترهگرۍ په ضد دمرستو پيشکش

د برطانيې د کورنو چارو وزيره ټريسامى

دبرطانيې د کورنو چارو وزيرې ټريسامى پاکستان ته وړانديز کړى چې هيواد يې پاکستان څخه دترهگرۍ دنوغې ويستو لړکې پاکستاني ادارو ته دجديدو الاتو اؤ تربيت ورکولوته چمتو دى.
دبرطانيې د کورنيو چارو وزيرې دغه وړانديز دنهې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره د ليدنې په مهال وروستو له هغې کړى چې دوه ورځې له مخه دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې په يو چرچ ترسره شوو دوؤ ځانمرگي بريدونو کې ٨٣ عيسايي وگړي وژل شوي اؤ ترسلو زيات ژوبل شوي دي.
دسرچينو په وينا په دغه ليدنه کې دواړو هيوادونو دترهگرۍ په ضد په مرستې غځولو اتفاق ،د ادارو په ثبات اؤ دسيمې په وضعيت خبرې اترې کړي دي.
سرچينې وايي د برطانيه اؤ پاکستان د کورنو چارو وزيرانو راتلونکي کال کې افغانستان څخه د ائتلافي پوځونو له وتلو وروستو په رامينځته کيدونکي صورتحال هم خبرې اترې وکړې اؤ چوهدرې نثار خپله برطانوي سياله د ترهگرۍ دمخنيوي په خاطر اوس اوس اسلام اباد کې دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس د پريکړو اؤ دترهگرۍ په ضد دپاکستان د حکومت له لوري د پورته کړى شوؤ گامونو څخه هم خبرکړه.
په دغه ټول گونديز کانفرنس کې شاملو سياسي گوندونو وسله والو طالبانو سره دخبرو له لارې دامنيت پځايې کولو غږ کړى ؤ خو د کانفرنس څخه يواځې څو ورځې وروستو دخيبرپښتونخوا په دير سيمه کې طالبانو دپاکستاني پوځ دوه لوړپوړي چارواکي دسړک د غاړې د ښخ کړل شوي يو مائن په حمله کې ووژل.
ددغه پيښې تاؤ لا ناست نۀ ؤ چې دتير اتوار په ورځ دپيښور په يو چرچ دوؤ ځان وژونکو حمله وکړه اؤ ٨٣ عيسايي وگړي يې ووژل چې د څيړونکو په نظرله دې وروستو د طالبانو اؤ حکومت ترمنيځ دمزاکراتو امکانات کم شوي دي .
سرچينې وايي ليدنه کې دپاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي دپاکستان حکومت د ترهگرۍ د نوغي ويستو په کلکه هوډ کړى دى اؤ په لمړي ځل هيواد کې د ترهگرۍ دمخنيوي تگلاره جوړولى شي چې پکې د ټولو دخيلو اړخونو ملاتړ ترلاسه کيږي.
دبرطانوي داخله وزيرې سره ليدنه کې دپاکستان دکورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وويل پاکستان مدام برطانيې سره خپلو اړيکو ته د قدر په سترگه کتلي دي اؤ هيله ده دغه اړيکې به نورې هم وغځيږي.
سرچينې وايي دغه ليدنه کې ميرمن ټريسامى باور ورکړو چې هيواد به يې پاکستان سره دترهگرۍ په نوغي ويستو کې کوټلې مرستې کوي .
هغې وويل برطانيه چمتو ده چې پاکستاني ادارو ته هاغه ټول الات اؤ تربيت ورکړي چې دوئ پرې په جديدو ليکو پلټنې کولى شي.