اسلام اباد پولیس د پي ټي ايي په مرکزي دفتر چاپه وهلې او د پارټۍ د اطلاعاتو سېکرېټري يې ګرفتار کړی

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د ګل، دوشنبې، پهورځ د اسلام پولیس اېس اېس پي حسن جهانګیر وټو په مشرۍ کې په لویه شمېره کې پولیس د پي ټي ايي په دفتر چاپه ووهله او وداني يې په ګېره کې واخیستله

د اسلام اباد پولیس د پاکستان تحریک انصاف په مرکزي سېکرېټېټریټ چاپه وهلې، د پارټۍ د اطلاعاتو سېکرېټري روف حسن يې ګرفتار کړی او د دفتر څخه يې کمپیوټرې او نور ریکارډ په قبضه کې اخیستی دی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د ګل، دوشنبې، پهورځ د اسلام پولیس اېس اېس پي حسن جهانګیر وټو په مشرۍ کې په لویه شمېره کې پولیس د پي ټي ايي په دفتر چاپه ووهله او وداني يې په ګېره کې واخیستله.

د رپورټ ترمخه، پولیس د پي ټي ايي د اطلاعاتو سېکرېټري روف حسن ګرفتار کړو او د دفتر څخه يې ګمپیوټرې او نور سامان په قبضه کې واخیستلو. د چاپي په مهال ښځینه پولیس هم وې او د پي ټي آيي ښځینه کارکوونکي او د سېکرېټريیټ عمله يې هم په حراست کې واخیستله.

د پي ټي ايي چېیرمېن بېرېسټر ګوهر علي خان د ګرفتارۍ رپورټونه هم مخې ته راغلي وو خو پولیس يې تردید وکړو.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د پولیس وېنا وه چې د پي ټي ايي ډېجېټل ميډیا دفتر د غلطو معلوماتو د خپرولو مرکز جوړ شوی و او د دې ځای څخه به د پاکستان خلاف او د ملک د سلامتیا خلاف پراپګېنډا چلېده او دا مرکز د روف حسن په نګرانۍ کې چلېدو.

د پولیس ترمخه ټول ثبوت قبضه کې اخیستل شوی او په مبینه پراپګېنډا کې ککړ خلک ګرفتار کړی شوي دي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، پولیس نه یوازې ميډیا د چاپی خبر د ورکولو نه منع کول بلکې د چاپې وډیو جوړونکو د میډیا نمایندګانو موبایلي يې هم په زور واخیستلې.

د رپورټ ترمخه د پي ټي ايي په مرکزي دفتر چاپه په داسې وخت کې وهل شوې چې وزیراعظم شهباز او د هغه کابینه په پي ټي ايي د پابندۍ په اړه زر فېصله کوونکي دي.

پلخوا، د اسلام اباد پولیس ویلي د پي ټي ايي انټرنېشنل ميډیا کوارډينېټر احمد وقاص جنجوعه د ګرفتارۍ تصدیق کړی او په هغه د ترهګرۍ خلاف د قانوني مادو دلاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

د پولیس ترمخه د احمد وقاص جنجوعه د قبضې نه چاودېدونکي مواد، کلاشنکوف او چاودېدونکي مواد د خلاصولو ډېټونېټر هم ترلاسه شوي دي. پولیس وویل جنجوعه به هم د پي ټي ايي په ميډیا مرکز کې ذمه وارۍ ترسره کولې.

پي ټي ايي په جنجوعه د لګول شوو الزامات تردید کړی دی. هغه په شلمه جولای د کور څخه نیول شوی وو.