د اسرایل پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، په غزہ پټۍ کې یې دوہ بریګېډہ ریزرو پوځ په ځای کړی په داسې وخت کې چې اسرایل په جنوبي رفح ښار کې د عملیاتو تیاری کوي.
پوځ ویلي، بریګېډونه به دفاعي او تکنیکي مشن ترسرہ کوي خو په دغه اړہ یې نور جزیات نه دي شریک کړي.
د اسرایل چارواکو ویلي، په رفح کې عملیات اړین دي د دې دپارہ چې د حماس وسله والې توندلارې ډلې د ختمولو ھدف ترلاسه کړل شي.
امریکې، ملګرو ملتونو او نورو ھیوادونو په دغو عملیاتو اندېښنه څرګندہ کړې او ویلي دي دا به په رفح کې بشري بحران جوړ کړي.
ویل شوي په سیمه کې د غزې د نیمې نه زیاتې ابادۍ پناه اخستې، دغلته زیاترہ خلک د غزې د نورو سیمو څه د جګړې او اسرایل د حکمونو له امله ورغلي دي.
د شورو په ورځ د اسرایل پوځ ویلي، په تیرہ ورځ کې یې جېټ الوتکو په غزہ کې 50 اھداف په نخښه کړي دي.
د اسرایل پوځ په جنوبي لبنان کې په حزب الله ھم حملې کړي دي، دغه حملې د حزب الله د حملو په ځواب کې کړي، یادې توندلارې وسله والې ډلې ویلي وو د اسرایل د پوځ لخوا په ملکي خلکو د د ھوایي حملو په غبرګون کې حملې کړې وې.
امریکې، حماس او حزب الله دواړہ ترھګرې ډلې ګرځي دي.
د اسرایل په وینا، حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، 1200 کسان یې وژلي، 250 یې یرغمال کړي چې خواوشا د 100 نه زیات یې اوس ھم په بند کې دي.
اسرایل د یادې حملې په غبرګون کې د حماس ختمولو او یادې ډلې بیا د حملې نه جوګه کېدو په موخه عملیات پیل کړي وو، په غزہ کې د صحت وزارت ترمخه په دغو عملیاتو کې 34,183 فلسطینیان وژل شوي او 77,000 نور ژوبل شوي دي.
وزارت د ملکي خلکو او جنګیالو فرق نه دي ویلی خو وایي په وژل شوو کې زیاترہ ښځې او ماشومان دي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)