اسرايل په غزه کې د حماس د کمانډر خلاف په حمله کې نزدې 71 تنه وژلي

يو اسرايلي پوځي چارواکي خبري ادارې ته ويلي دوی د دې پخلی کوي چې هدف ويشتل شوی او که نه خو د دې نه انکار نه کوي چې بمبار په هغه برخه کې شوی چې اسرايل محفوظ ځای ګرځولی و.

خبري ادارې ايسوسي ايټېډ پرېس (ای پي) د غزه د صحت د چارواکو د خلې ويلي د غزه پټۍ په خان يونس سيمه کې اسرايل تازه بمباري کړې چې پکې لږ تر لږه 71 تنه وژل شوي او نزدې 289 نور ژوبل شوي.

اسرايلي پوځي چارواکي دعوه کوي دوی د حماس پوځي کمانډر محمد دايف په نخښه کړی خو حماس دغه دعوه دروغ بللې او وايي د فلسطينيانو د قتل عام نه د پام اړولو د پاره اسرايل دا پروپيګنډ کوي.

دا په سملاسي توګه نه ده معلومه شوې چې داېف په نخښه شوی او که نه خو اسرايلي چارواکو منلې چې داېف او د حماس يو بل مهم کمانډر رفا سلامه د بمبار هدف وو.

يو اسرايلي پوځي چارواکي خبري ادارې ته ويلي دوی د دې پخلی کوي چې هدف ويشتل شوی او که نه خو د دې نه انکار نه کوي چې بمبار په هغه برخه کې شوی چې اسرايل محفوظ ځای ګرځولی و.

که چرې داېف په نخښه شوی وي نو انګېرل کيږي دا به د اوربند خبرې شاته واچوي خو ولې دا به تر اوسه پورې په نهه مياشتنۍ جګړه کې د اسرايل غټه لاس ته راوړنه وي.

حماس په اجله توګه د اسرايل دعوه دروغ بللې او په يو بيان کې يې ويلي “دا د دروغو دعوه يوازې د بوږنونکي قتل عام د پټولو د پاره کوي”.

د صحت چارواکي وايي يو شمېر خلک د تباه کړل شوو ودانو د لاندې ګېر شوي او امکان څرګنديږي چې د مړو او ژوبلو خلکو شمېر زيات شي.

يو بې کوره شوي فلسطيني د نوم نه ښودلو په شرط ای پي ته ويلي دغه محفوظ ځای د شمالي برخې نه د ورغلو خلکو نه ډک و او وايي “ټول ماشومان يې وژلي. مونږ د هغوی د وجودونو ټکړې په خپلو لاسو راټولې کړې”.

اسرايلي چارواکي ټينګار کوي چې بمبار شوی ځای د خيمو ابادي نه وه بلکې يو کمپاونډ و چې د حماس په استعمال کې و خو دا مني چې ياده سيمه اسرايل محفوظ زون ګرځولی و.