د اسرایل پوځ وايي په غزه کې يې تازه هوايي حملې کړې

د غزه په النصیرت کېمپ کې د ملګرو ملتونو هغه سکول چې د جولای په ۱۴ نېټه په اسرایلي حمله کې لګېدلی

د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په غزه کې يې فضايي حملې کړي دي. د اسرایل د تازه حملو نه څو ورځې وړاندې د غزه په جنوب کې د فلسطيني وسله والې ډلې حماس د یو کمانډر په ضد د اسرایل په حمله کې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو د غزه په جنوب او مرکزي برخو کې د ځمکنیو عملیاتو خبر هم ورکړو او ويې وېل د ترهګرو بنیادي سهولتونو او هغه وسله وال په هدف شوي چې په اسرایلي ځواکونو دحملو تیاری يې کولو.

په خان یونس کې د خالې، شنبې، د ورځې حملې وروسته د حماس د عسکري څانګې کمانډر محمد ضعیف سرنوېشت نه دی معلوم.

د حماس چارواکي بغېر د څه ثبوته د دې خبرې تردید کوي چې ضعیف په حمله کې وژل شو ی دی.

حماس د اتوار، يکشنبې، په ورځ دا هم وویل چې په خان یونس کې د حملې وروسته د سولې د مذاکراتو څخه به ځان نه جدا کوي.

مصر، قطر او امریکا کوښښونه کوي چې د ډزبندۍ معاهده وشي خو د ډزبندۍ او د حماس په ولکه کې د یرغمالانو د ازادۍ په لړ کې لا څه پرمختګ نه دی شوی.

په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې وروسته شرو ع شوی دی. د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې ۲۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د ۸۸۸۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

پخوا، په سمندر د جهازرانۍ د تحفظ ادارو ویلي په یمن کې مېشته هوثي باغیانو په سور سمندر یا بحیره احمر کې تازه حمله کړې ده. په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې هوٍثي باغیانو په سمندري تجارتو لارو د حملو لړۍ شروع کړې وايي دا بریدونه ا حماس سره د یوالي په لړ کې کوي.

د برطانیې یونایټېډ ګېنګډم مېري ټایم ټرېډ اپرېشن وویل یو تجارتي سمندري جهاز ورته رپورټ ورکړی چې دریو کشتیو پې د یمن دساحل سره نږدې حمله کړې ده.

یوه کشتۍ چې خالي وه درې ځله د سمندري جهاز سره وجنګېدله. برطانوي ادارې وویل سمندري جهاز د خپلې دفاع ګامونه واخیستل او حمله کوونکي وتښتېدل. په پېښه کې څوک زخمي یا وژل شوي نه دي.

د عدن په خلیج کې د هوثيانو د حملو له امله ګڼ شمېر تجارتي سمندري جهازونو لارې بدلې کړي او په اوږدو او په ګرانو لارو حرکت کوي.