په یروشلم کې د موټر په حمله کې ١٢ اسرائیلي عسکر زخمیان شوي

صدر ټرمپ په منصوبه کې فلسطینیانو ته په محدوده کچه خپلواکي ورکړی شوي ده، پروشلم د اسرائیل سرښار په توگه تسلیم شوی دی او په فلسطیني علاقو د اسرائیل ملکیت هم تسلیم شوی دی

یو فلسطیني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ختیځ یروشلم کې په موټر ١٢ اسرائیلي عسکر زخمیان کړل.

د اسرائیلي پوځ ترمخه اسرائیلي عسکر د یروشلم په ثقافتي او تفریحي مرکز کې په پښو روان وو چې حمله کونکي پرې خپل موټر وروخېږولو. حمله کونکی په تښتېدو کې کامیاب شو او پولیس دغه د ترهگرۍ پېښه بللې ده.

هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د غربي غاړي په جنین ښار کې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو او د فلسطیني احتجاج کوونکو په نښته کې ١٩ کلن فلسطینی اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژلو. یوه ورځ وړاندې یو ١٧ کلن هلک په هېبرون کې هم په دغه ډول پېښه کې ووژل شو.

د تشدد دغه پېښې د منځني ختیځ دپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تگلاره اعلانېدو نه پس مخې ته راغلي دي. فلسطینیانو تېره هفته اعلان شوي د صدر ټرمپ منصوبه رد کړې ده. صدر ټرمپ په منصوبه کې فلسطینیانو ته په محدوده کچه خپلواکي ورکړی شوي ده، پروشلم د اسرائیل سرښار په توگه تسلیم شوی دی او په فلسطیني علاقو د اسرائیل ملکیت هم تسلیم شوی دی.