په غزه کې له اسرايل سره په پوله په ګڼ شمېر ځوانان د ماښام نه تر سهاره د پاېپ بمونه او شورشورۍ ډزوي چې ورته ناېټ ډسټربنس يونټس ويل کيږي.
دوي په دغې آتش بازۍ د تېر کال د هغې خونړۍ پېښې يآد تازه کوي چې اسرايلي پوځونو او جنګي جازونو د غزه په پوله په مظاهره چيانو ګولۍ ورولې وې او له ۲۰۰ څخه زيات فلسطيني وګړي يې وژلي وو.
د دغې دستورو مشران وايې، د شپې په وخت د اسرايل سره په پوله د آتش بازۍ مقصد د اسرايلي پوځونو وار خطا کول دي او د پولې سره په ۳۰ ميله کې پراته د اسرايل په کلو کې د اسرايلي وګړو حوصلې ماتول دي.
هر څه که د دغې لړۍ درنې مظاهرې به د خالي په ورځ کېږي خو د فلسطين ځوانان له وړاندې نه په پوله هر شپه په لاؤډسپيکرو د وطن سره د مينې نغمې په اوچت آواز غږوي.
په دغو مظاهرو کې شريک د غزه پټۍ يو ۲۰ کلن ځوان د نوم نه ښودلو په شرط وویل:
"مونږه د شپې دا مظاهرې ځکه کوو چې يرغلګرو ته وښايو چې مونږه ستاسو د ټوپکو او ټېنکونو نه نه وېرېږو، تاسو به ويروو، مونږه دا آتش بازي اودرنې ډزې ځکه کوو چې هغه خلک هم په تکليف کې واچوو څوک چې زمونږه خلکو له تکليف ورکوي. يواځې زمونږه خلک به ولې سختې زغمي؟".
د اسرايلې بنديزونو پر ضد دغه مظاهرې د شپې سره سره د ورځې هم روانې وي او عينې شاهدان وايېو د ورځې په وخت مظاهرې نورې هم درنې وي خو د اسرايل پوځ په مظاهره چيانو اوښکې بهونکي ګېسونه او ګولۍ وروي.
د غزه د هسپتال چارواکي وايې، چې د تېر اتوار په ورځ د اسرايل لخوا په ډزو يو ۲۴ کلن ځوان د ژوبلېدو وروسته په هسپتال کې ساه ورکړه.
اسرايل وايې، په دغه شپه وسله والو په دوي بمونه ورويشتل چې په ځواب کې يې د دوي عسکرو د حماس دوه پوستې تباه کړې.
د اسرايل پوځ تېر کال د مارچ په ۳۰مه نېټه په پوله د فلسطين په مظاهره چيانو ګولۍ ورولې وې چې پکې د ۲۰۰ نه زيات فلسطينيان وژلي وو او په زرګونو نور يې ژوبل کړي وو.
د بې وسلې مظاهرينو په ضد د اسرايلی پوځونو تشدد ته په نړۍ کې د بشري حقونو لخوا سخت غبرګون ښودل شوی.
د ملګرو ملتونو پلټونکو تېره اونۍ ويلي وو، چې د فلسطينيانو پر ضد د اسرايلي پوځ تشدد په جنګي جرمونو کې راتلی شي.
خو اسرايل دغه نيوکې رد کړي او ويلي یې دي، چې د دوي پوځونه په پوله د خپلو خلکو حفاظت کوي او هغوي په خپله دفاع کې ددغسې ګامونه پورته کولو قانوني حق لري.
اسرايل او مصر د غزه پټۍ نه په کال 2007م کې ګېره تاؤ کړې په دغه کال حماس ډلې د غزا پټۍ واک اختيار په لاسو کې اخېستی وو چې اسرايل يې يوه ترهګره ډله ګڼي.
د دغې ګېرې په ضد د فلسطين وګړي له څو کلونو رهیسې احتجاجونه کوي او غواړي چې په کال ۱۹۴۸م کې د اسرايل د جوړېدلو نه وړاندې خپلو پخوانیو سيمو ته د تللو اجازت ومومي.
د اسرايل او حماس تر منځ د کال 2007م راهیسې درې جنګونه هم شوي دي.
په اسرايل کې د اپريل په نهمه نېټه انتخابات کېدونکي دي او څيړونکي وايې، سخت دريځه وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو چې له تېرو لسو کالو راهيسې په واک کې دی، په دې انتخاباتو کې به سخته مقابله کوي او لکه د نور کله په څېر به امنيت يو وارې بيا د دغې انتخاباتو مهمه اېجنډه وي.