د اسرایل پوځ ویلي د حماس یو اهم مشر محمد الضیف یې د غزې په خان یونس سیمه کې د جولايي په دیارلسمه په یو هوايي برید کې وژلی چې اسرایل ته مطلوب وو خو حماس یې پخپله د مړینې تصدیق یا تردید نه دی کړی.
اسرایل ددې خبر په یو داسې وخت تصدیق کړې چې په تهران کې د حماس د وژل شوي مشر هانیه د جنازې لپاره لویه شمېره خلک راټول شوي وو.
رایټرز خبري اداره وايي د اسرایل پوځ یا ايي ډي اېف د زیارت- پنجشنبې ورځ په یو بیان کې ویلي چې په استخباراتي پلټنو کې ورته ددې خبر تصدیق شوی دی چې محمد ضیف د جولای په ۱۳ مه په خان یونس کې د اسرایلي جهازونو په په برید کې هدف کړی شوی وو.
خبري اداره ای پي زیاتوي د اسرایل جنګي الوتکو دغه برید په خان یونس سیمه کې جوړ د کډوالو په کېمپ المواسي باندې کړی وو.
د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ په اېکس خپل یو بیان کې د حماس د یو بل کمانډر د وژنې خبر یو اهمه پرمختیا بللې او وایي دا ښيي چې دغه ډله په تنظیمي توګه د ماتېدو ښکار ده.
محد ضیف څوک وو ؟
د محمد ضیف پحقله خبري ادارو ویلي اصلي نوم یې محمد مصري وو او په کال 1965 کې په خان یونس کې د پناه ګزینو په کېمپ کې پېدا شوې وو کوم چې په کال 1948 کې د عرب اسرایل جنګ نه وروسته جوړ کړی شوې وو.
د محمد ضیف په اړه ویل شوي دي په اووم اکتوبر په جنوبي اسرایل د برید د پلان جوړوونکو اهمه مشرانو نه یو وو چې په نتیجه کې یې په غزه کې جنګ راجوړ شو.
محد ضیف د اسرایل په ضد د جهادي ډلې القاسم په جوړوونکو کې یو وو او ددغې ډلې یې په لسګونو کالو پورې مشري کړې ده . دغې ډلې د اسرایل په بسونو، هوټلونو او نورو عامو ځایونو په لسګونو ځانمرګي بریدونه کړي دي.
ضیف په حماس کې موثره رول لرلو، په تېرو دېرشو کالو کې یې د ډلې په جنګي صلاحیت کې اضافه کړې ده ، د ځمکې لاندې د سرنګانو نېټورک او بمونو جوړولو کې یې د ډلې مهارت زیات کړی دی. هغه اسرایل ته د لسګونو کالو راهیسې مطلوب وو.
حماس تر اوسه د یو بل اهم مشر محمد ضیف د مړینې تصدیق یا تردید نه دی کړی خو وړاندې یې ویلي وو هغه په حمله کې ژوندی پاتې شوی.
رایټرز خبري اداره وايي یو چارواکي ورته ویلي د کوم مشر د مړیني په اړه خبره کول د دوی ذمه واري ده البته د غزې د طبي چارو ذمه وارو په دغه پېښه کې د لسګونو فلسطینیانو د وژنې خبر تایید کړی وو.
(ددې خبر معلومات د خبري ادارو رایټرز ، ای پي او د وي او ای اردو څانګې نه اخستی شوي )