د اسرایل جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د واک لاندې بندرګاه الحدیده په نښه کړې چې د رپورټونو له مخې درې کسان پکې وژل شوي اؤ تر ۸۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
د حوثي یاغیانو د واک لاندې خبري شبکې سبا نیوز په خپل رپورټ کې په دغه برید کې د دریو کسانو د وژل کیدو اؤ اؤ ۸۷ نورو د ژوبل کېدو پخلی کړی دی.
د ای ایف پي خبري اژانس له مخې اسرایلي الوتکو دا حمله د ایران په ملاتړ د فعالیت کوونکو حوثي یاغیانو لخوا د اسرایل په پلازمینه تل ابیب د شوي ډرون برید یوازې یوه ورځ وروستو کړې ده.
داسرایلو د بمبارۍ په پایله کې په بندره ګاه اؤ یو شمیر نورو مقاماتو اور لګیدلی اؤ تورې لوخړې ترې پورته کیدلې.
یمن د جزیره نما عربي هیوادونو یو بې وزله هیواد شمېرل کیږي چې د څو کلونو راهسې د کورنۍ جګړې سره هم مخ دی.
یمن اؤ اسرایل پخپلو کې لږ تر لږه دوه زره کلو میټره واټن لري.
د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګیلنټ ویلي چې د اسرایلي وګړو وینه یو قیمت لري.
هغه ویلي که حوثیانو بیا د حملې جرات وکړو په ضد به یې لا نور ګامونه هم واخستل شي.
ګیلنټ ویلي په الحدیده بندره ګاه دا حمله د منځني ختیځ په اطرافو کې د ایران په ملاتړ د فعاله ډلو لپاره هم یو خبرداری دی چې د غزې د جګړې په مهال یې په اسرایل د بریدونو دعوې کړې دي.
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو هم د ټي وي پخپله وینا کې د اسرایلي الوتکو دا کارروایي مهمه بللې ده.
نیتن یاهو ویلي چې اسرایل ته چې څوک هم زیان رسوي د خپل تیري درنه بیعه به ورته لنډول وي.
دوه ورځې وړاندې د حوثي یاغیانو ویاند یحییا ساري ویلي وؤ چې په تل ابیب یافا نومي نوی ډرون توغول شوي چې د دښمن د دفاعي نظام نه د ځان ساتلو توان لري
( ددې رپورټ مواد د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)