اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والو په یو بل حملې کړي، اسرایل وايي په غزه کې د سولې په تجویز غور کوي

د اسرایل په شمالي پوله د تازه جګړې رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې اسرایل وویل د هغه خیالاتو مطالعه کوي چې حماس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قطري منځګړو دلاري شریک کړل

اسرایلي ځواکونو او په لبنان کې مېشته د حزب الله ډلې وسله والو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بل فضايي حملې وکړې او دا ویره یې نوره زیاته کړه چې په غزه کې د اسرایل او دحماس جنګ په پراخه کچه سیمه اییزه شخړه کې بدل شي.

حزب الله وویل اسرایلي هدفونه یې په ۲۰۰ نه زیاتو راکټونو وویشتل او په حمله کې د چاودېدونکو موادو ډرون هم استعمال کړل. د ایران حمایت یافته ډلې وویل په اسرایل يې حمله د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خپل یو کمانډر د وژل کېدو په جواب کې وکړه.

د حزب الله حملې په سببب په شمالي اسرایل کې د فضايي حملې په اړه د خبرداري سایرنونه وغږول شوو.

اسرایلي پوځ وویل په لبنان کې په مختلفو هدفونو تازه فضايي حملې وکړې او د هېواد دفاعي نظام د حزب الله د ګڼ شمېر راکټونو مخه ونیوله.

د اسرایل په شمالي پوله د تازه جګړې رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې اسرایل وویل د هغه خیالاتو مطالعه کوي چې حماس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قطري منځګړو دلاري شریک کړل.

اسرایل د دې خبرې تصدیق يې هم وکړوچې د سولې تجویز ته د حماس د جواب کتنه کوي چې په کې د یرغمالانو او د قېدیانو د تبادلې او د جنګ بندۍ تجویزونه شامل دي.

د اسرایل د استخباراتي ادارې موساد په نمایندګۍ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر په یو بیا کې وویل منځګړو مرکچیانو ته د یرغمالانو د معاهدې خلاصه ورکړې ده او اسرایلي د حماس جواب ته کتنه کوي خو خپل جواب په منځګړو ته ورکړي.

امریکا، قطر او مصر د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښونه چې یوه داسې معاهده وکړی شي چې د حماس په ولکه کې یرغمالان ازاد کړی شي او جنګ بندي وشی. حماس د امن دپاره د دریو پړاونو هغه تجویز ته جواب وېلی چې د امریکې صدر جوبایډن د می د میاشت په اخېریو ورځو کې وړاندې کړی و.

په داسې حال کې چې اسرایلي حکومت د حماس د جواب مطالعه کوله، سرایلي ځواکونو د غزه په جنوبي او شمالي برخو کې حملې وکړې، په داسې حال کې چې په زرګونو فلسطینیانو د اسرایل د انخلا د امر وروسته سر پناه دپاره حرکت کولو.

اسرایلي پوځ وویل په رفح ښار کې د حماس وسله وال په هوايي بمبارۍ کې په هدف کړل. او مقامي چارواکو وویل درې کسان په دیرالبلح کې په موټر حمله کې ووژل شوو.

د غزه ښار په مشرقي برخه شجاعیه کې هم د اسرایل ځکمني عملیات دوامداره وو.

ملګرو ملتونو د خان یونس او رفح ځینو برخو کې فلسطینیانو ته د وتلو په اړه د اسرایل په امر تشویش اظهار کړی دی. د اسرایل د امر به تر ۲۵۰۰۰۰ پورې ملکي کسان متاثره کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ یو مشهور فلسطیني ډاکټر او د هغه د کورنۍ نهه غړي د اسرایل په فضايي حمله کې په داسې حال کې ووژل شوو چې د اسرایل د امر مطابق په خان یونس کې د خپل کور نه وتلي وو او هغه ځای یې تګ کولو چې اسرایل محفوظه ټاکلی دی.

فلسطیني علاقو دپاره ملګرو ملتونو د انساني مرستو د دفتر رابطه کار اېنډریا ډی ډومېنکو د اسرایل د انخلا د امر ویني چې خلک په مستقل ډول په حرکت کې دي. هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته د یروشلم څخه د وډیو کال په زریعه وویل د ملګرو ملتونو مرسته کوونکي ادارې او همکاران يې د اسرایل د انخلا د امر وروسته په خپلو عملیاتو کې تبدیلۍ کوي. هغه زیاته کړه چې فلسطینیانو ته امداد رسوول په حقیقي معنو کې د هرې ورځې مشکل دی.

حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل وخت په وخت په غزه کې د عملیاتو نه مخکې فلسطینیانو ته د خپلو علاقو نه د وتلو هدایات جاري کوي او وايي د دې ګام مقصد ملکي خلک د نقصان نه محفوظ ساتل دي. د اسرایل د دا ډول هدایاتو په نتیجه کې فلسطینیانو د پناه په تلاش کې بیا بیا سفرونه کړي دي.

ډي ډومېنکو کو وویل د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د لسو څخه نهه فلسطینیان لږ تر لږه یو ځل او ځینې خو لس ځلې بې کوره شوي دي. هغه وویل دا ځل چې د اسرایل د هدایاتو په وروسته فلسطینیان بې کوره کېږي نو د ساحلي علاقو په لوري روان دي چېرته چې د خلکو ګڼه ده او د صفا اوبو، د غلسخانو او د نورو بنیادي سهولتونو کمی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وویل په غزه کې یو هېڅ ځای هم محفوظ نه دی او لیدلي يې دي چې په هغه ځایونو کې هم پوځي عملیات او بمباري شوي چې اسرایل محفوظ بللی وو.

په عېن حال کې د اسرایل دکرمېل ښار کې په یو شاپنګ مال کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو تن د چاړه په حمله کې ووژل شو او بل زخمي شو. د ټآیمز اف اسرایل اخبار په خپل رپورټ کې وویل د حملې ښکار شوي دواړه کسان عسکر وو خو دغه وخت په ډیوټۍ نه وو. اخبار وو ۱۹ کلن حمله کوونکي ووژل شو. د اخبار ترمخه د حمله کوونکي نوم جواد عمر روبیه و، اسرایلي شهري او د عربانو د نحف کلي اوسېدونکی و.

د مقامي رپورټونو ترمخه حماس او نه هم اسلامېک جهاد نومې ډلې د حملې ذمه واري ومنله خو د دې ستاینه یې وکړه.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

په غزه کې د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه قریباً ۳۸۰۰۰ کسان وژل شوي دي او د ګڼې ابادۍ فلسطیني سيمې زیاتره برخې په کنډرونو بدلې شوې دي.