د فلسطین د روغتیا چارواکو په وینا د اسرایل تازه هوایي بریدونو د غزې په جنوبي او مرکزي برخو کې شاوخوا 60 کسان وژلي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې پر یو بل سکول هم په برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د روغتیا چارواکي وايي، د غزې په مرکزي ښار المغازي کې د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسرایلي الوتکو له برید وروسته د پینځو فلسطینیانو مړي موندل شوي دي.
په دیرالبلا ښار کې د روغتون چارواکو بیا ویلي، په یوه هوایي برید کې درې تنه وژل شوي دي. اسوسیېټیډ پریس وایي په کوڅه کی یو کس وژل شوی او لږ تر لږه شپږ نور ټپیان شوي دي .
د غزې چارواکي وایي د سه شنبې- نهې په ورځ د غزې په جنوب کې د خان یونس په سیمه کې اسرایلي الوتکو پر یوه موټر برید وکړ چې وایي لږ تر لږه 17 فلسطینیان یې ووژل او 26 نور یې ټپیان کړل.
د اسرایل پوځ ویلي، په برید کې یې د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی کمانډر په نخښه کړی دی، چې وایي د حماس متحد دی. د پوځ په بیان کې راغلي، "موږ هغه رپوټونه څېړو چې وایي په برید کې یو شمیر ملکي کسان ټپیان شوي دي".
په غزه کې طبي کارکوونکي وایي، د غزې په مرکزي ښار کې په نصیرات کېمپ کې لږ تر لږه څلور فلسطینیان په جلا جلا بریدونو کې وژل شوي دي. وايي په شمال کې هم د شیخ زاید په سیمه کې څلور تنه وژل شوي دي.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د ادارې له خوا چلېدونکي یو بل سکول باندې د اسرایل په هوايي برید کې 23 کسان وژل شوي او ډېر نور ټپیان شوي دي. په دې سکول کې د نصیرات کمپ بې ځایه شوې کورنۍ اوسېدلې.
امریکا او نوره غربي نړۍ له اسرایلي حکومته غواړي چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي خو اسرایلي پوځ تور پورې کوي چې حماس وسلوال په ګڼ مېشتو سیمو کې پټ دي.
د رپوټونو له مخې د اسرایل هوايي ځواکونو په خپلو تازه بریدونو کې شاوخوا 40 هدفونه په نخښه کړي دي چې پکې پوځي اډاڼې او ودانۍ هم شاملې دي او د اسرایل پوځ دعوه کوي چې چاودېدونکي توکي هم پکې پر ځای شوي وو.
حماس ډلې پر اسرایل تور پورې کړی چې د ډزبندۍ د تړون لپاره د عرب هېوادونو او امریکې په مرسته د خبرو اترو د کمزوري کولو په هڅه کې یې په وروستيو کې بریدونه زیات کړي دي. اسراییل وايي دا بریدونه د حماس د ختمولو هڅه ده.
اسرایلي چارواکو د سه شنبې- نهې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په جګړه کې د جنګېدو لپاره به سخت دریځو ارتوډاکس یهودانو ته د مسودې لېږل پیل کړي. دوی په جون کې د سپریم کورټ تر پریکړې پورې معاف یا مستثنی وو.
تمه کیږي دا پریکړه به په اسرایل کې یو څه تاوتریخوالی پیدا کړي، ځکه تر دې وړاندې هم چې حکومت د جګړې لپاره د سخت دریځو ارتوډاکس یهودانو د ګومارلو فهرست برابر کړی وو په ضد یې احتجاجونه وشول.
د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې د 2.3 میلین ابادۍ تقریباً په څلورو کې درې برخې خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي چې زیات یې په سرحدي سیمه رفح کې مېشت دي او وایي نیزدې ټول بې ځایه شوي خلک د کاختۍ له خطر سره مخ دي.
مصر، قطر او امریکې د ډزبندۍ لپاره د تړون منځګړتوب ته دوام ورکړی خو تر اوسه د خبرو اترو له لارې په دې کار کې نه دي کامیابه شوي چې جګړې ودروي او په غزه کې حماس یرغمل کړي پاته کسان را خوشې شي.
اسرایل او د غزې روغتیا وزارت دواړه مني چې په غزه کې تر اوسه پورې په بریدونو کې تر 38,200 زیات کسان وژل شوي دي. اسرايل دعوه کوي چې په وژل شويو کې زياتره جنګيالي دي.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، تر اوسه 38,500 کسان وژل شوي دي، چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي، خو دا ی نه دي ویلي چې څومره وژل شوي کسان جنګیالي دي. وزارت وایي هوايي باو مځکنیو بریدونو تر 88,800 ډېر کسان ټپیان کړي دي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستلو شوي دي.