د شام په تاریخي ښار تدمر د شورو، چهارشبنې، په ورځ د اسرایل په یوه حمله کې رهایشي ودانۍ او یوه صنعتي علاقه ولګېدله او د شام د دفاع وزارت او سرکاري خبري ادارې سانا وویل په حمله کې ۳۶ کسان ووژل شوو او ۵۰ نور زخمیان شول.
د اسرایل پوځ په دې اړه د تبصرې نه ډډه کړې.
اسرایل د تېرو څو کلونو راهسې په شام کې د ایران سره په تړلو هدفونو حملې کوي خو د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرایل د حماس د حملو وروسته يې په شام کې حملې زیاتې کړي دي.
اسرایلي پوځ تېره هفته وویل د شام او لبنان په سرحد يې په هغه لارو حمله وکړه چې حزب الله وسلو د منتقلولو دپاره استعمالوي.
په شام کې د تازه حملې په اړه په شام کې د انساني حقونو د څارنې غېر حکومتي ادارې سېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل د اسرایل په حملو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي چې ځینې په کې ایران پلوه عراقي وسله وال دي.
په برطانیه کې مېشته د انساني حقونو تنظیم وویل د وژل شویو کسانو څخه اووه د شام ایران پلوه وسله او نور غېرملکیان او د جبه النجبا غړي دي.
تدمر د شام قدیم ښار دی چې د رومن دور اثار لري او د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او ثقافت ادارې يونېسکو د دنیا ثقافتي ورثا ټاکلې ده.
په کال ۲۰۱۵ کې داعش په تدمر قبضه کړې وه او ښار يې په جزوي توګه تباه کړی و.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په کال ۲۰۱۵ کې دنیا دا بوږنوونکي مناظر ولیدل چې د داعش وسله والو په تدمر کې مشهور پخوانی مهراب تباه کړو. په سیمه کې د داعش قبضه د ختمېدو وروسته د تدمر د تاریخي اثارو د بحالۍ کار شروع شوی و خو د سېکیورټي، د ځمکني ماینونو او د پېسو د کمي په سبب د ځنډ ښکار شوی دی..
په شام کې د اسرایل حمله په داسې حال کې شوې چې د اسرایل او په لبنان کې مېشته د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ د جنګ بندۍ دپاره کوښښونه دوام لري.