د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې په غزه ښار کې د فضايي حملو په مهال يې د اسلامېک جهاد ډلې دوه کمانډان وژلي دي.
د اسرایل ډېفېنس فورسز یا دفاعي ځواکونو وویل د وژل شوو کمانډرانو څخه یو په اووم اکتوبر په جنوبي اسرایل حمله کې شریک و.
اسرایلي ځواکونو په مرکزي غزه کې هم فضايي حملې وکړې او په جنوبي ښار فح کې د اسرایل ځمکنيو ځواکونو د ټېنکونو په بدرکه کې پېش قدمي وکړه.
د طبي امداد نړیوالې ادارې انټرنېشنل کميټي اف دي رېډ کراس یا د سره صلیب نړیوالې ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په جنوبي غزه کې د جګړې دلاسه هسپتالونه د سختو زخمیانو د درملنې په لړ کې د تباهۍ څنډې ته رسېدلي دي چې په کې د ۶۰ بسترو د رېدکراس هسپتال هم شامل دی.
په غزه کې د رېډ کراس د پلاوي مشر وېلیم شومبرګ په یو بیان کې وویل د محدودو وسایلو په مقابل کې د ملکي خلکو د درملنې ضرورتونه زیات دي، داسې حال کې چې هسپتالونه په تکرار مجبورېږي چې وتړل شي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل دحماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. اسرایل وايي حماس ۱۱۶ یرغمالان تراوسه نیولي دي چې په کې ۴۲ هغه کسان هم شامل دي چې اسرایلي پوځ وايي مړه شوي دي.
د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې د ۳۸۷۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
متحده قومونه وايي د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ دریمه برخه بې کوره شوې ده او د سیمې قریباً ټوله ابادي د قحط د خطر سره مخامخ ده.