د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ تر مخه د خالي/ شنبې په ورځ په جنوبي غزه کې هغه مهال اته اسرایلي پوځیان وژل شوي کله چې د عسکرو د ګاډي سره نژدې یوه لویه چاودنه وشوه. دغه عسکرو په خپل پوځي ګادي کې د غزه جنوبي برخې ته روان وو.
بلخوا اسرایلي ځواکونو د غزه په جنوبي ښار رفح کې عملیات جاري ساتلي چې پکې ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرایل پوځ په یو بیان کې ویلي چې دغه اته عسکر ٫٫ د غزه په جنوب کې د عملیاتو په مهال٬٬ وژل شوي. د بیان تر مخه د وژل شوو عسکرو کورنۍ د دغه پېښې نه خبر کړی شوي.
د اسرایل د پوځ ویاند رېر ادېمېرل ډېنیل هېګاري ویلي تیره ورځ شوې دغه چاودنه سهار وختي د رفح سره نژدې شوې او کېداې شي حماس وسله والې ډلې یا خو کوم چاودیدونکی مواد او یا هم ټینک ویشتونکی راکټ کارولی وي.
تیر کال د اکتوبر ۲۷مې نیټې رپه دیخوا د اسرایل پوځ لخوا پیل شوو عملیاتو کې د خالي د ورځې دغه پېښه په یوه ورځ کې د زیاتو پوځیانو د وژل کیدو ورځ ده. د دې تازه مرګونو سره د غزه په روانو عملیاتو کې د وژل شوو اسرایلي عسکرو شمېره ۳۰۶ ته ورسیدله.
تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د ناڅافي خونړي برید وروسته اسرایل په غزه کې عملیات پېل کړي دي. د حماس وسله والو په دغه برید کې ۱۲۰۰ عام اسرایلیان وژل شوي وو او نژدې ۲۵۰ د حماس وسله والو لخوا یرغمنل شوي وو.
د دغه برید په ځواب کې د اسرایل لخوا پېل شوي عملیاتو کې د اسرایلي پوځ په وینا ۳۰،۰۰۰ خلک وژل شوي چې زیاتره یې وسله وال دي. خو د حماس د کنټرول لاندې چلیدونکې د حماس وسله والې ډلې تر مخه په اسرایلي عملیاتو کې ۳۷۲۹۶ فلسطینیان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. خو حماس وسله واله ډله بیا په وژل شوو کې د جنګیالو او عامو لخکو توپیر نه کوي.