فلسطیني صحت چارواکو ویلي د نهې – سه شنبې په ورځ په شمالي غزه کې په یوې ودانۍ برید کې لږ تر لږه 60 کسان وژل شوي دي.
دغه برید په بیت لاهیا سیمه کې شوی دی، چارواکو ویلي چې د برید وروسته 17 نور کسان لادرکه دي.
د اسرایل پوځ سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انټونیو ګوټېرېش د اسرایل پارلیمان لخوا منظور شوي هغه قانون باندې نیوکې کړي چې د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګروملتونو ادارې (UNRWA) باندې بندیز لګول شوی دی.
ټاکل شوی چې دا قانون به په 90 ورځو کې عملي کیږي ، انټونیو ګوټېرېش وویل چې دا به د فلسطین کډوالو دپاره "ناوړه نتیجې" ولري.
ښاغلي ګوټېرېش د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې په اسرایل غږ وکړ چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او وویل چې د هېواد قانون "دا زمه وارۍ نشي بدلولی."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر ټرک د اسرایل دا ګام "د یو شمېر دلایلو له امله ژور اندیښمنونکی بللی - او د هغه خلکو په بشري حقونو به په ممکنه توګه جدي اغیزې وکړي چې د (UNRWA) په مرستو تکیه کوي."
د ترکي د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د اسرایل دغه اقدام له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
اسرایل د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګروملتونو ادارې (UNRWA) په لسګونه کارکوونکو باندې تور لګولی چې د حماس غړي دي او ویلي چې په دغه کې ځیني د تېر کال 2023م د اکتوبر اوومه، په اسرایل شوي د ترهګریزو بریدونو کې برخه اخیستې وه.
د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګروملتونو ادارې (UNRWA) وايي، د شاوخوا یو درجن کارکوونکو پر ضد یې اقدام کړی چې د اسرایل لخوا ورته د ترهګری ډلې سره د هغوی د تړاو ثبوتونه ورکړل شوي دي. خو په په لسګونو نورو قضیو کې د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګروملتونو ادارې ته یا د اسرایل چارواکو لخوا کافي یا هېڅ شواهد ندي ترلاسه شوي.
د حزب الله نوی مشر
په لبنان کې میشت جنګیالي ډلې حزب الله د نهې- سه شنبې په ورځ شېخ نعیم قاسم یې د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی. حزب الله دغه اعلان وروسته له دې کړې چې د اوږدې مودې مشر حسن نصرالله په سېپټمبر کې په بیروت کې د اسرایل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د حزب الله په یوه بیان کې ویل شوي چې د دې ډلې شورا شېخ نعیم قاسم مشر وټاکلو او وسله وال به یې د نصرالله پالیسو ته دوام ورکوي.
نعیم قاسم تر دریو لسیزو نه زیات د حزب الله د مرستیال په توګه کار کړی دی.
امریکا حماس او حزب الله دواړه ترهګری ډلې ګرځولي دي.
د 2023م کال د اکتوبر پر اوومه په غزه کې جګړه هغه وخت پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د اسرایل په جنوب کې په پراخو بریدونو کې د چارواکو په وینا 1,200 کسان ووژل او تر 250 ډېر یې یرغمل کړل.
اسرایل وايي چې باور لري حماس اوس هم 101 تنه یرغمل نیولي، او زیاتوي چې 35 مړه شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې د اسرایل په غچ اخیستونکو هوايي او مځکنیو بریدونو کې تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو شمېر 43,000 ته رسېدلی دی.