د فلسطین د صحت چارواکو ویلي د اتوار/ یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ تنه وژل شوي. بلخوا د اسرایل پولیسو د وزیراعظم نیتن یاهو په کور د روشنایۍ ګولۍ ویشتلو په شک کې درې تنه نیولي.
په لبنان کې د اسرایل جنګي جهازونو د بیروت په جنوبي برخو کې یو شمېر ودانۍ په نخښه کړي، وروسته د هغې چې اسرایل په دغه علاقه کې خلکو ته د سیمې پرېښودو امر کړی وو.
دغه سیمه داحیه نومیږي او حزب الله وسله واله ډله دغلته قوي اثر لري. په لبنان کې دغه تازه بریدونه په داسې وخت شوي چې لبناني چارواکي د امریکا په مشرې کې په ډزبندۍ غور کوي.
اسرایلي چارواکو ویلي وزیراعظم نیتن یاهو او د هغه کورنۍ د ورشنایۍ د ګولو ویشتلو په وخت په خپل کور کې نه وو او نه په دغه پېښه کې کوم څوک ژوبل شوي.
تیره میاشت هم حزب الله وسله والې ډلې د نیتن یاهو په دغه کور یو ډرون برید کړی وو، په هغه مهال هم نیتن یاهو او د هغه د کورنۍ غړي په کور کې نه وو.
تر اوسه پولیسو د نیول شوو شکمنو کسانو په اړه څه نه دي ویلي، خو چارواکي په دغه پېښه کې کورني سیاسي کړکیچ ته اشاره کوي. د اسرایل رسمي صدر اېزک هېرزوګ دغه پېښه غندلې او ٫٫ په ولسي کچه یې د تشدد زیاتیدو ٬٬ خبرداری ورکړی.
تیر کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید کې تښتول شوو اسرایلیانو د راخوشي کولو په سر د نیتن یاهو پرضد په اسرایل کې په لویه کچه مظاهرې شوي. د حماس دغه برید وروسته په غزه کې روانه جګړه پېل شوې.
په یاد برید کې د حماس وسله والو نژدې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژلي او د ۲۵۰ نه زیات یې تښتولي وو. اسرایل وايي دوي یقین لري چې په تښتول شوو اسرایلیانو کې ۱۰۱ لا هم د حماس په ولقه کې دي او پاتې نور ۳۵ چې عسکر وو د دوي په وینا وژل شوي دي.
په غزه د اسرایل په ځوابي بریدونو کې د غزه د صحت چارواکو تر مخه ۴۳۰۰۰ کسان وژل شوي. د غزه د صحت چارواکي په وژل شوو کې د وسله والو او عامو خلکو تر منځه توپیر نه کوي.
په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله ډله د امریکاو برتانیه او نورو غربي هیوادونو لخوا نړیوالې ترهګرې ډلې ګرځول شوي.
نیتن یاهو د تېرې میاشتې راهسې د یرغمالیانو د راخلاصولو په مسله د خپل حکومت د طریقه کار له امله د سختو نیوکو سره مخ دی اؤ په ضد یې څو ځله احتجاجي مظاهرې هم شوې دي.
د اسرایلي یرغمالیانو ستونزه پروسکال به اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل د شوي برید سره سم راپورته شوې وه .
د حماس په دغه برید له کال تېرېدو وروسته هم غزې پټۍ کې جګړه دوامداره ده.
د اسرایلي وزیراعظم مخالفین نیوکې کوي چې د نیتن یاهو د حکومت د امنیتي اؤ استخباراتي ناکامیو له امله دا برید ممکن شوی ؤ اؤ حماس سره د یرغمالیانو د خلاصون په اړه څه تړون ته د نه رسېدو له امله تر اوسه اسرایلیان په غزې کې یرغمال دي.
تېره میاشت هم په قیساریه کې د نیتن یاهو په همدې کور د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله له لوري ډرون توغول شوی ؤ خو په هغه مهال هم نین یاهو اؤ د کورنۍ نور غړي یې په کور کې نه وؤ.
(ددې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي)