اسرایلي ټېنکونو د غزه په شمالي او جنوبي سیمو کې پرمختګ کړی چرته چې جګړه روانه ده

File Photo

اسرایلي ځواکونو د اتوار/ یکشنبې په ورځ د غزه شمالي سیمې شجاعیه او په جنوبي غزه کې به د رفح مرکزي او غربي برخو د جګړې په مهال پرمختګ کړی او د ځایي اوسیدونکو په وینا په دغه مهال لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ کورونه هم تباه شوي.

اسرایلي ټینکونه څلور ورځې وړاندې شجاعیه ته داخل شوي او هلته یې په یو شمېر کورونو ډزې کړي. ځايي خلک وايي په دغه کورونو کې یو شمېر کورنۍ نښتي دي او بهر نه شی وتلی.

د اسرایل پوځ ویلي عسکرو یې په شجاعیه کې د عملیاتو په مهال یو شمېر فلسطیني وسله وال وژلي او ګڼ پوځي اهداف یې په نخښه کړي چې پکې مقامي وسلې هم نیول شوي دي. د خالي/ شنبې په ورځ اسرایلي پوځ په شمالي غزه کې د دوو اسرایلي عسکرو د مرګ پخلی کړی وو.

حماس وسله والې ډلې او اسلامي جهاد نومې وسله والې ډلې بیا په شجاعیه او رفح کې د سختې جګړې رپورټ ورکړی. دغه ډلو ویلي، وسله والو یې د اسرایلي پوځ پرضد عملیاتو کې بمونه او ټینک ویشتونکي میزایلې کارولي.

د اتو میاشتو راهسې په غزه د اسرایل هوايي او زمکني بریدونو وروسته هم وسله والو په اسرایلي پوځ بریدونه جاري ساتلي او لا هم جګړه روانه ده. د اسرایل پوځ په وینا وسله والو په هغو سیمو کې بیا کنټرول ترلاسه کړی کومې چې وړاندې اسرایل نیولې وې.

د امریکا په ملاتړ د عرب معرکچیان لا هم په ډزبندۍ کولو کې ناکامه شوي. حماس وسله واله ډله وايي د ډزبندۍ په کومه لوظنامه کې باید د جګړې خاتمه او د غزه نه د اسرایلي عسکرو په مکمله توګه وتل شامل وي. خو اسرایل بیا وايي چې دوي به یواځې عارضي جنګ بندي مني او تر هغې به جګړه جاري ساتي تر څو چې یې حماس ډله د غزه نه ختمه کړې نه وي.

په رفح کې وژنې

د مصر د پولې سره نژدې په رفح ښار کې بیا اسرایلي ټینکونه د رفح شرقي، مرکزي او غربي برخو ته رسیدلي. په دغه سیمه کې د صحت کارکونکي وايي، په شبوره کې د اسرایلي ټینکونو په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي. دغلته د یوې کورنۍ د شپږو کسانو مړي د نژدې خان یونس ښار نصر روغتون ته وړل شوي.

نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ ګڼو خلکو د دغه وژل شوي فلسطینیانو په جنازه کې ګډون کړی او بیا خاورو ته سپارل شوي.

د اسرایل پوځ ویلي چې دوي په رفح کې د ٫٫ معلوماتو په اساس عملیات ٬٬ ترسره کوي چې پکې یو شمېر وسله وال وژل شوي او ګڼ سرنګونه یې تباه کړي.

په غزه کې دا تازه جګړه تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د یو ناڅافي برید وروسته شورو شوې. د اسرایل د شمېرو تر مخه حماس په دغه برید کې نژدې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو او وسله والو ۲۵۰ اسرایلیان تښتولي وو.

د دغه برید په ځواب کې د اسرایل لخوا پیل شوو عملیاتو کې د غزه د صحت چارواکو تر مخه نژدې ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي. د غزه د صحت وزارت په وژل شوو کې د وسله والو او عامو خلکو توپیر نه کوي، خو چارواکي وايي چې زیاتره وژل شوي کسان عام خلک دي.

تر اوسه په دغه جګړه کې د ۳۰۰ نه زیات اسرایلي پوځیان وژل شوي او اسرایل دعوه کوي چې د وژل شوي فلسطینیانو دریمه برخه جنګیالي وو.