صدر کرزي طالبانو ته لويه جرگه کې دگډون کولو بلنه ورکړې

حامد کرزي وويل” مونږ هغوي ته بلنه ورکوؤ، لطفاً دافغانستان دې قومي جرگې ته راشئ، خپل غږ پورته کړئ، خپل اعتراض راپورته کړئ اؤ خپل خيالات تبادله کړئ“

پيښور- افغان صدر حامد کرزي دخالي په ورځ په طالبانو اؤ دهغوي په ائتلافيانو غږ کړى چې دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ دامنيت په دوه اړخيزه تړون دبحث لپاره دې دراتلونکې مشورتي جرگې په غونډه کې گډون وکړي.
هيله کيږي دراتلونکي زيارت په ورځ به دمشورتي لويې جرگې په غونډه کې خواؤشا دوه نيم زره قبائيلي مشران برخه واخلي اؤ پريکړه به کوي چې ايا دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ دهاغه امنيتي دوه اړخيزه تړون اجازت ورکړل شي که نه چې په نتيجه کې به يې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دځينو امريکائي پوځيانو دموجوديت قانوني جواز پيدا شي، ددغه تړون په يوه لانجمنه نکته کې امريکائي پوځيانو ته دافغان قانون څخه استثنا ورکول هم شامل دي.
کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دافغانستان صدر حامد کرزي وويل مونږ هغوي ته بلنه ورکوؤ، لطفاً دافغانستان دې قومي جرگې ته راشئ، خپل غږ پورته کړئ، خپل اعتراض راپورته کړئ اؤ خپل خيالات تبادله کړئ
دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ د امن په دغه دوه اړخيزه تړون تيره مياشت کابل کې دصدر کرزي اؤ امريکا دخارجه وزير جان کيري ترمينځ اوږد بحث شوى ؤ، خو دغه تړون ته غوڅ شکل له دې امله نۀ ؤ ورکړل شوى چې صدر حامد کرزي په ډاگه کړه په لانجمنو قومي معاملو دفيصلې واک يواځې دافغانستان پارليمان لري.
دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دغه امکاني تړون کې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې پاتې کيدونکو عسکرو ته دافغان قانون څخه داستثنا ورکولو نکتې کابل ته دجان کيري ددورې څخه وروستو افغانستان کې دتاؤژنې معاملې په توگه سر راپورته کړى.
افغان طالبانو دمخه دغه مشورتي لويه جرگه مسترد کړې اؤ خبردارى يې ورکړى چې که چرې دغه تړون يې تائيد کړو نو هغوي ته به دغدارانو په حيث سزا ورکوي.
طالب پلوه ډلې حزب اسلامي هم جرگې ته دخپلو استازو ليږلو څخه انکار کړى اؤ دې ته يې دامريکائي قبضې لپاره دقانون سازۍ نوم ورکړى.
خو صدر حامد کرزي وويل دا امنيتي تړون پلويان لري ، څوک چې يې پرته له کومې وجې ملاتړ کوي اؤ مخالفين هم لري ، څوک چې يې پرته له کومې وجې مخالفت کوي
که چرې لويه جرگه اؤ پارليمان ددغه تړون منظوري ورکړي نو په نتيجه کې به يې افغانستان کې د٢٠١٤م څخه وروستو دپينځوؤ څخه تر لسو زرو پورې امريکائي پوځيان پاتې کيږي ، څوک چې به افغانستان کې دالقاعده پلوه جنگيالو په ضد جگړه کې مرسته کوي اؤ افغان پوځ ته به تربيت هم ورکوي..
واشنگټن هڅه کوي دغه تړون داکتوبر تر اخرې پايې ته ورسيږي ، ترڅو دکال ٢٠١٤م ددسمبر دمياشتې په پايې کې افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دنيټو دائتلافي ځواکونو دپينځوؤ اوياؤ زرو جنگي پوځيانو وتلو ته لاره هواره شي.