کراچۍ کې ځانمرگي 8 کسان وژلې

د چاؤدنې ورستو منظر

دپاکستان تر ټولو ستر ښار او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دگل په سحر دپوليسو د يو لوړپوړي افسر په کور ترسره شوي ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي او گڼ شميرنور ژوبل شوي دي.

دکراچۍ دپوليسو ډپټي انسپکټر جنرل شوکت علي ميډيا سره خبرو کې په دغه اړه وويل دځانمرگي هدف دپوليسو دځانگړې پلټنيزې څانگې سي ائي ډي سينيئر سپرنټنډنټ اف پوليس چوهدري اسلم دډيفنس په مشهوره سيمه کې موقعيت لرونکى کور ؤ، دچاؤدنې په مهال چوهدري اسلم او دهغه کورنۍ په کور کې موجوده وه خو هغوي ددغه بريد څخه ژوندي وتلي دي.

سينئر سپرنټنډنټ اف پوليس( ايس ايس پي) چوهدري اسلم دپيښې په ځايې کې ميډيا سره خبرو کې وويل ورته دغيرقانوني پاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دړکې ترلاسه کيدې، خو ماته نۀ وه معلومه چې هغوي به دغه رقم بزدلانه کارروائي کوي، زما په ماشومانو به بريد کوي.

ايډيشنل ائي جي سندهـ پوليس سعود مرزا ميډيا ته وويل په دغه ځانمرگي بريد کې ددريوؤ سوؤ کلو گرامو څخه زيات چاؤديدونکي مواد استعمال شوي وؤ.

دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې دايس ايس پي اسلم دکور په شمول پکې گڼ شمير ودانيو او په سړک موجودو گاډو ته سخت زيان ورسيدو او دچاؤدنې په مقام تر څو فټو پورې ژوره کنده جوړه شوه.

دپوليسو يو بل لوړپوړي افسر شوکت حسين يو بهرني خبري اژانس ته وويل پيښه کې دشپږو پوليسو په شمول اتۀ کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

ځانمرگي بريد کې يوه ښځه او يو ماشوم هم وژل شوي دي.

طالبانو ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې.

دطالبانو وياند احسان الله احسان يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې په دغه اړه وويل مونږ دبريد ذمه واري په غاړه اخلو،اسلم خان زمونږ گڼ شمير ملگري وژلي، نيولي او سزاگانې ورکړي.

دپاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دايس ايس پي چوهدري اسللم په کور دترسره شوي بريد سخته غندنه کړې.

کراچۍ کې دکال 2010م دنومبر په مياشت کې هم دکرائم انويسټي گيشن ډيپارټمنټ( سي ائي ډي) په ودانۍ ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې لږ ترلږه شل کسان وژل شوي او دسلو څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.