خېبر ایجنسۍ : امنیتي ځواکونو باړه تحصیل کې جنگیالو پرضد عملیات پېل کړي

لشکراسلام په خيبرايجنسۍ کې تر ټولو فعاله تندرويه ډله ده چې مشري يې د منگل باغ په نوم تندرويه کمانډر کوي

د افغانستان د پولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې د جنگیالو لخوا د زیاتیدونکي بریدونو له وجې د خالي په ورځ امنیتي ځواکونو عملیات پېل کړي دي.
سرچېنو ویلي امنېتي ځواکونو لخوا دغه عملیات سهر وختي د خېبر ایجسنۍ د باړه تحصیل په منډي کس ، ملک دین خېل ، سپاه، ناله او نورو سیمو کې پېل کړل شوي دي. ځایي انتظامیه خلکو ته زیان نه بچ کېدو لپاره د سېمې نه کډې کولو وینا کړې ده.
په تېرو څو اونیو کې خېبر ایجنسۍ په باړه تحصیل کې د امنیتي ځواکونو پرضد د جنگیالو بریدونو کې زیاتولې راغلې. د تېر زیارت په ورځ د باړه تحصیل په ملک دین خیل سېمه کې د یوې نښتې په مهال د پاکستان پوځ یو کېپټن په گډون درې عسکر او 34 جنگیالي وژل شوي وؤ.
د باړه تحصیل په اکاخېل سېمه کې د گل په ورځ په یوه بلا نښته کې نهه عسکر او 14 جنگیالي وژل شوي وؤ.
تېره میاشت په اکاخیل سېمه کې نامعلومه وسله والو د کوئلې په درنگ کې کارکونکي 34 مزدوران تښتولي وؤ.
خيبرايجنسي د افغانستان د پولې ترڅنگ پرته قبائيلي سيمه ده او دغلته يو شمير وسله والې ډلې ديو بل پر ضد او د امنیتي ځواکونو پرضد وسله وال فعاليتونه کوي.
لشکراسلام په خيبرايجنسۍ کې تر ټولو فعاله تندرويه ډله ده چې مشري يې د منگل باغ په نوم تندرويه کمانډر کوي.
په تيرو وختونو کې امنيتي ځواکونو دغلته د موجودو سلگونو جنگيالو پر ضد عمليات کړي خو پوځ دغلته دتندلارو په له مينځه وړلو کې نۀ دى بريالى شوى.