اوړمه ورځ د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه تښتول شوؤ دریوؤ عسکرو کې د دوؤ تنانو مړي ترلاسه شوي چې یو پکې د پولیس اؤ بل د ایف سي عسکر دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د تښتول شوؤ عسکرو مړي نن د زیارت یا پنجشنبې په سهار د ټانک کړي حیدر سیمه تانه شهید مرید اکبر کې د پټو څخه په داسې حال کې ترلاسه شوي چې په ګولیو سوري، سوري وؤ.
دغه سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي په وژل شوؤ کې د یو تن پېژندګلو د حبیب خان په نوم شوې چې د ټانک د صابر سیمې استوګن اؤ په پولیس محکمه کې سپاهي ؤ.
سرچینه وایي بل وژل شوی تن انعام الله دی چې د ایف سي عسکر ؤ اؤ د ټانک د کړي مروت سیمې اوسیدونکی ؤ.
دغه دواړه وژل شوي عسکر دوه ورځې وړاندې د ټانک د ګومل تاڼې داعظم کوټ سيمې څخه نامعلومه وسله والو تښتولي وؤ .
د ټانک پولیسو ډیوه ته ویلې وؤ چې تښتول شوي د اېف سي ځواک عسکر په رخصتي کورونو ته راغلي وو چې نامعلومه کسانو تښتولي دي.
پوليسو ویلي، دا نه ده معلومه چې د اېف سي عسکر چا تښتولي اؤ نه هم د دغه پېښې ذمه واري چا پغاړه اخستې وه.
په ټانک ضلعه کې په تیرو شپږو میاشتو کې خواوشا د 20 پورې اېف سي عسکر وژل شوي، په دوی کې زياترې پېښې هم داسې شوي چې د اېف سي عسکر په رخصتۍ کور ته راغلي او وژل شوي وي.
په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
دا تازه پېښې په داسې وخت کې شوي چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده.
پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام عملیاتو په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.
د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".
د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضه ګرځول شوې .