پولیس وایي د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع خېبر کې وسله والو په پولیسو برید کړی چې د یو پولیس عسکر په ګډون پکې دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور پولیس اؤ یو لاروی ژوبل شوي دي.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا پېښه د سه شنبې یا نهې په ماښام د لنډيکوتل سره نزدې په چاروازۍ چیک پوسټ شوې ده.
د پولیسو وینا ده چې دغلته په چیک پوسټ نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې پولیس اؤ عام خلک پکې لګیدلي دي.
د سرچینې په وینا د وسله والو په ډزو کې یو پولیس عسکر وژل شوی چې پېژندګلو یې د عالم زېب په نوم شوې ده اؤ دوه نور پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.
سرچینه وایي ددې تر څنګ دغو ډزو کې یو عام تن هم وژل شوی اؤ بل تن ژوبل شوی دی.
په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ زخمیان هسپتال ته رسول شوي دي.
په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې، پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ سیمه کې یې د ملزمانو د نیولو لپاره د لټونې عملیات پيل کړي دي.
په دې وروستیو کې په پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي ځواکونو د ترهګرو بریدونه چټک شوي اؤ تېره اوونۍ هم سرچینې وایي په قبایلي ضلع کورمه کې وسله والو د پولیسو په یوه تاڼه برید کړی ؤ چې پکې یو پولیس وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.
د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس آي مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف تېره اوونۍ رسنیو ته ویلي وؤ چې سږ کال ترهګریزو بریدونو اؤ وسله والو سره نښتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي.
هغه ویلي وؤ امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.