د ای اېن پي تښتول شوی مشر ارباب عبدالظاهرکاسي راخوشی شو

ظاهرکاسي به نن د پېښور څخه اسلام اباد او صبا به کوئټه کې خپل کور ته ورسيږي

د عوامي نيشنل پارټۍ د بلوچستان صوبې پخوانی صدر ارباب عبدالظاهر کاسي چې تېرکال د کوئټې څخه تښول شوی ؤ ، نن د خالي په ورځ راخوشی کړی شوی دي .

د عوامي نيشتل پارټۍ د بلوچستان صوبايي صدر اصغرخان اچکزۍ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د ارباب ظاهر کاسي د خوشي کېدو پخلی اوکړو او ويي وئيل هغه نن د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور او قبائيلي سيمو ترمينځ د کومې علاقې څخه راخوشی کړی شوی او په صحت روغ دی .

نوموړي د تښتوؤل شوؤ خلکو يا کومې ډلې نوم نه دی اخستی ، او زياته يي کړه د ظاهرکاسي په راخوشي کولو کې قبائيلي مشرانو ، سياست مدارو او امنيتي ځواکونو کردار ادا کړی ، او د ټولو په هڅو هغه نن راخوشی شو .

د دغې پښتنې چې د ظاهرکاسي د راخوشي کېدو دپاره اغواکارو ته تاوان ورکړی شوی دی ؟ اصغرخان اچکزۍ وايي زه د عوامي نيشنل پارټۍ د صوبايي صدر او د هغه د کورنۍ څخه دا باور ورکوم ، چې د هغه د خوشي کېدو دپاره هيڅ قسمه تاوان نه دی ورکړی شوی .

اصغرخان وايي ظاهرکاسي به نن د پېښور څخه اسلام اباد او صبا به کوئټه کې خپل کور ته ورسيږي .

ارباب عبدالظاهرکاسي تېر کال د اکتوبر د مياشتې په ۲۳م نېټه د کوئټې د پټيل روډ څخه تښتول شوی ؤ . او د هغه د تښتؤل کېدو کېدو په ضد د ای اېن پي لخوا مظاهرې شوې وې ، او د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړو په اسلام اباد کې د پارليمنټ مخې ته د هغه د راخوشي کېدو دپاره احتجاج هم کړی وو .