د بنو په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني عسکر وژل شوي، ۱۲ زخمیان دي

مقامي پولیس او عینې شاهدینو وویل د زورې چاودنې په نږدې کورونو کې ښيښي ماتې کړې چې له امله يې لږ تر لږه شپږ کسان زخمیان شول

د خېبرپښتونخوا په بنو ښار کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پوځ په مرکز ځانمرګي حمله کې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه درې عسکر ووژل شوو او ۱۲ نور زخمیان شول. تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د حملې ذمه واري وملنه.

د چارواکو په وېنا ځانمرګي حمله کوونکي وړمبي د چاودېدونکو موادو ډک موټر د بنو د چاوڼۍ د انګڼ سره ټکر کړو او بیا یو شمېر نور وسله والو په چاوڼۍ یرغل وکړو. په پېښه کې لږ تر لږه درې عسکر ووژل شو او ۱۲ نور زخمیان شول.

مقامي پولیس او عینې شاهدینو وویل د زورې چاودنې په نږدې کورونو کې ښيښي ماتې کړې چې له امله يې لږ تر لږه شپږ کسان زخمیان شول.

امنیتي سرچینو وي او ای ته وویل عسکرو حمله کوونکي په یو ودانۍ کې ګېر کړل او د ډزو په تبادله کې يې څلور حمله کوونکي وول.

امنیتي سرچینو وویل د پوځ کمانډو ځواکونو پوځي انګڼ محفوظ کولو دپاره د چاڼ عملیات وکړل.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار ترجمان وي او ای ته وویل د حملې په اړه د نور تفصیل انتظار کوي.
د ټي ټي پي وسله والو د ګل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د حملې ذمه واري ومنله. ټي ټي پي د دې نه مخکې هم په خصوصي توګه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې د پټن ځایونو نه په پاکستان کې حملې ترتیبوي او د افغانستان واکمنو طالبانو ټي ټي پي ته د فعالیت ازادي ورکړې ده. د افغان طالبان د پاکستان دا خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه ور اچوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان دریځ تکرار کړو او ویې وېل افغانستان ته پکار ده چې د پاکستان مخالفو وسله والو په ضد کوټلي او موثر ګامونه واخلي او دا خبره یقیني کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال نه شي.

افغان طالبان وايي ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او دا خبره ردوي چې د افغانستان خاوره د بل چا خلاف استعمالېږي.

وېل کېږي چې ټي ټي پي د افغان طالبانو د مشرانو بېعت کړی او د امريکې په مشرۍ کې د نېټو ځواکونو خلاف جنګ کې يې افغان طالبانو ته پناه ورکوله او د افغان طالبانو دپاره به يې وسله وال جلب کول.

په یو نوي رپورټ کې چې دا میاشت شایع شوی، ملګرو ملتونو ټي ټي پي په افغانستان کې فعالیت لرونکی د ټولو نه لوی ترهګر تنظیم بللی او ویلي يې دي په کال ۲۰۲۱ کې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ټي ټي پي په پاکستان کې فعالیتونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم وویل ټي ټي پي په لویه پیمانه په افغانستان کې فعالیتونو ته دوام ورکړی او د افغانانو دلارې د افغانستان څخه په پاکسان کې حملې کوي. د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه ټي ټي پي په افغانستان کې د ۶۰۰۰ نه واخلې تر د ۶۵۰۰ پورې وسله وال لري.

ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې وویل افغان طالبان خو یا د دې صلاحیت او یا رضا نه لري چې د ټي ټي پي د خطر مخه ونېسي او داسې ښکاري چې ټي ټي پي سره د طالبانو ملاتړ زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه افغان طالبان ټي ټي پي ترهګر تنظیم نه ګڼي، د دواړو ترمنځ تړون مضبوط دی او طالبان په درنه کچه ځان د ټي ټي پي احسان مند ګڼي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د ملګرو ملتونو رپورټ رد کړو، ويې وېل غېر ملکي ډلې په افغانستان کې شتون نه لري او نه هم په شخصي او تنظيمي کچه چا ته اجازت ورکول کېږي چې د افغانستان د خاورې څخه نورو ملکونو ته دړکې ورکړي.