گورنر شوکت الله : دبې کوره قبائيلي کډوالو خپلو سيمو ته بيرته ليږل دڅو ورځو خبره ده

دپاکستان دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله خان وائي په قبائيلي سيمو کې دامنيت وضعه اوس هم دحکومت په کنټرول کې ده اؤدقبائيلي سيمو څخه دبې کوره شوؤ کسانو بيرته خپلو سيمو ته ليږل اوس يواځې دڅو ورځو خبره ده.
گورنر دغه خبرې دصوبې اؤ قبائيلي سيمو دوضعيت په حقله په ترسره شوې داوچتې پايې يوه غونډه کې کړي دي.
په دغه غونډه کې دصوبې وزيراعلي پرويز خټک، کورکمانډر خالد رباني اؤ نورو لوړپوړو چارواکو هم برخه لرله.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دحکومت مخالفه جنگيالو په ضد دپوځي عملياتو او د تندروه ډلو ترمينځ دخپل مينځي جنگونو له امله په لکونو قبائيلي وگړي دخپلو سيمو څخه بې کوره شوي اؤ دپاکستان په بيلا بيلو بندوبستي سيمو کې دکډوالو په توگه ژوند کوي
سرچينې وائي غونډه کې دصوبې اؤ قبائيلي سيمو دننه دامنيت دوضعې جاج واخستل شو اؤ په دغه لړ کې دنورو کوټلو گامونو پورته کولو په اړه غور هم وکړى شو.
دسرچينو له مخې دامنيت په بابله ترسره شوې دغه مهمه غونډه کې دصوبې چيف سکتر محمدشهزاد ارباب اؤ دنورو ادارو مشرانو دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړو.
غونډې ته پخپله وينا کې گورنر شوکت الله خان وويل په صوبه اؤ قبائيلي سيمو کې داولس دسرومال دتحفظ يقيني کولو دپاره دبيدار اوسيدو ضرورت دى.
هغه وويل په قبائيلي سيمو کې اوس دامن وضعه تر ډيره حده ښه شوې اؤ حکومت دامنيت په وضعه کنټرول لري.
دگورنر وينا وه چې دقبائيلي سيمو څخه کوم وگړي دبدامنۍ دلاسه بې کوره شوي دهغوي بيرته خپلو سيمو ته ليږلو دپاره کوټلي اقدامات روان دي اؤ اوس ددغو بې کوره کډوالو خپلو سيمو ته واپسي يواځې دڅو ورځو خبره پاتې شوې ده.
له دې وړاندې هم دپوځي مشرانو له لوري وخت په وخت دبيلا بيلو قبائيلي سيمو تندلارو څخه دپاکولو دعوې شوي دي ، خو ددغو دعوؤ باوجود زياتره مهال دتندروه جنگيالو له لوري قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو دبريدونو خبرونه دميډيا له لارې مخې ته راځي.
څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې که چرې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دامنيت وضعه دحکومت په کنټرول کې ده ، نو بيا ولې تر دې مهاله امنيتي ځواکونه دتندلارو دبريدونو سره مخ کيږي اؤ ولې هم په لکونو بې کوره شوي قبائيل دکډوالو په توگه په ژوند کولو مجبور دي؟