مردان اؤ خیبر کې د ډزو په پېښو کې اته کسان وژل شوي

File Photo

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د نهار الله په نوم یو تن خپل پلار اؤ دوه وروڼه وژلي اؤ تر هغې وروسته یې پخپله هم ځان وژلی دی.

د یاد تن په ډزو د هغه مور هم ژوبل شوې ده.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د مردان د شیخ ملتون په خاوره بانډه دربو کلي کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو وینا ده چې دغلته د نهار الله په نوم یو تن د کورنۍ شخړې په اساس پخپل کور کې ډزې کړي چې پکې د هغه پلار نصرالله اؤ دوه وروڼه فېض الله اؤ عابد الله وژل شوي اؤ مور یې سخته ژوبل شوې ده.

پولیس وایي چې له ډزو وروسته نهار الله نومې دغه تن پخپله هم ځان وژلی دی.

پولیسو ویلي د ابتدایي پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې د نهار الله ذهني توازن سم نه ؤ اؤ هغه به په وړه وړه خبره د کور د نورو غړو سره جګړې کولې.

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جمرود کې هم د ډزو په یوه بله پېښه کې څلور د ترونو زامن وژل شوي دي.

د خېبر ضلعي د جمرود سیمې پولیس سرچینو ډیوه ته ویلي دغلته په نوې ابادۍ سیمه کې تېره ورځ د یو پلاټ د ملکیټ په شخړه د ترونو زامنو پخپلو کې ډزې کړي چې څلور کسان پکې وژل شوي دی.

پولیس وایي چې له ډزو وروسته ملزمان تښتېدلي ، پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

په پښتونخوا کې اکثره د جاییداد یا زمکو په شخړو دغسې وژنې کیږي اؤ ځېنې وختونو کې بیا دا وژنې د خانداني دښمنیو شکل خپل کړي چې تر زمانو دوام لري اؤ پوره، پوره نسلونه پکې وژل کیږي اؤ اغېزمن کیږي