امنیتي سرچینې وایي د خيبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د مارټر یا هاوان د یوې مرمۍ په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.
د پولیس سرچینو له مخې دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ د کورمې قبایلي ضلعې په متخوزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا دغلته څو ماشومانو ته د مارټر یوه ناچاودې مرمۍ په لاس ورغلې وه اؤ کله چې یې هغې سره لوبې کولې نو دغه مرمۍ پرې چاودیدلې ده چې له امله یې درې ماشومان په سملاسي توګه وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.
په پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو جسدونه اؤ ژوبل ماشومان د سدې روغتون ته رسول شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د هاوان مرمۍ د وروستيو فرقه ييزو نښتو په ترڅ کې پر کلي توغول شوې وه خو ناچاودې پاتې شوې وه.
د سیمې پولیس سرچینو دې پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ ماشومانو عمرونه د 6 او 11 کلونو ترمنځ ښودلي دي.
په کورمه قبایلي ضلعه کې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۳مه د سني او شیعه مسلک د خلکو ترمینځ خونړۍ نښتې پیل شوې وې چې نزدې ۱۱ ورځې یې دوام کړی ؤ اؤ په دغه مهال دواړو خواؤ په یو بل د سپکو اؤ درنو وسلو ډزې کړې وې .
امنیتي سرچینې وايي په دې نښتو کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او نزدې ۱۰۰ نور ژوبل شوي وو. ځايی خلکو بیا د مړو دا شمیرې زیاتې ښودلې وې
په سیمه کې د دغه جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوی ؤ، تعليمي ادارې بندې تړل شوې وې اؤ کاروبارونه ودرېدلي وؤ خو وروسته بیا د یوې درنې سیمه ییزې جرګې په منځګړتوب ډزبندي شوې وه او انتظامیې په سیمه کې ټولې تړل شوې لارې او سړکونه بیرته پرانستي وؤ او موبایل او انټرنيټي نظام هم پرځای کړل شوی ؤ.
تر دې وړاندې هم په کورمه قبایلي ضلعه کې د جولاي په میاشت کې د ځمکو د ملکیت په سر د شیعه او سني مسلک د خلکو ترمینځ خونړۍ نښتې شوې وې چې درنه مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې وه.