چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په مرکزي کورمه قبایلي ضلعه کې د مسافرو یو ګاډی د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې الوتلی دی چې پکې یوې کورنې څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ رپورټ ورکړی چې دا چاودنه نن د یکشنبې یا اتوار د ورځې په سهار د مرکزي کورمې په مارغان سیمه کې شوې ده.
یادې رسنۍ د عیني شاهد له خولې ویلي چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل دي خو وایي په ژوبلو کې هم د څلورو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
پولیس وایي چې مرغان سیمه ډيره لرې پرته ده اؤ هلته ټيلي فوني خدمات هم شتون نه لري نو ځکه لا پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمیرې مخې ته نه دي راغلي.
په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي له لوري مخې ته راغلي دستاویزات ښيي چې په تېرو پینځوؤ میاشتو کې د صوبې په 26ؤ ضلعو کې د ترهګرۍ 237 پېښې مخې ته راغلي چې په دې پېښو کې 65 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 86 نور ژوبل شوي دي.
د سي ټي ډي د ستاویزاتو له مخې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې شوي چې شمېره یې 40 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې دغلته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 20 ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نیول شوي دي.
تر دې وړاندې د مې په میاشت کې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان هم دعوه کړې وه چې یوازې د مې میاشت کې یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې دې کې یې تر ټولو زیات 36 بریدونه د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې کړي دي.
ټي ټي پي دعوه کړې وه چې دې بریدونو کې ټول 90 عسکر وژل شوي اؤ 124 نور ژوبل شوي چې هغې کې 103 پوځيان،65 پولیس ،38 د ایف سي عسکر اؤ 8 تنه د امن کمیټیو غړي وؤ.