په برطانیه کې عام انتخابات کېږي، اندازه ده چې لېبرپارټي به یې وګټي

د برطانیې پارلېمنټ ۶۵۰ سېټونه لري. د امکان دی چې د ووټونو نتېجې د جمعې په ورځ د لمرخاته سره مخکې ته راتلل شروع شوي او کومه پارټي چې هم ۳۲۶ چوکۍ واخلي نو په پارلېمنټ کې په اکثریت ترلاسه کړي

په برطانیه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عام انتخابات شروع شول او اندازه ده چې لېبرپارټي به يې په دروند اکثریت وګټي او د کنزروېټیو پارټۍ د یوې لسيزې نه د زیات وخت حکومت به ختم کړي.

ووټونه د مقرره وخت نه شپږ میاشتې وشول او اعلان یې په غېر متوقعې توګه وزیراعظم رېشي سونک کړی و.

وېل کېږي چې د وخت نه مخکې د ووټونو دپاره د سونک اعلان به د کنزروېټیو پارټۍ دپاره تباه کن نتایج ولري ځکه چې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې په نظریاتي توګه د هغه د ښي لاس پارټۍ به د ماتي سره مخامخ شي.

که داسې کېږي نو د لېبرپارټۍ ۶۱ کلن مشر کېرسټارمر به په پارلېمنټ کې د اکثریتي پارټۍ د استازي په توګه وزیراعظم وټاکل شي.

که د پېش ګویانو سره سم لېبرپارټي په انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کوي نو د کال ۲۰۰۵ وروسته به دا د ګونډ وړمبۍ فتح وي.

د دې باوجود چې د هغه د پارټۍ د ګټې پېش ګویانې کېدلې، سټارمر په ووټرانو غږ کولو کې په کورونو دې نه ښکېني او د ووټونو ته دې راووځي. هغه وویل د برطانيې په ووټ کې دی خو دا هله کېدلی شي چې خلک په ووټونو کې برخه واخلي.

ووټونه په مقامي وخت سحر اووه بجې شروع شوي وو او په چرچونو، سکولونو، په شرابخانو او عن په یو سمندري هم پولېنګ سټېشنونه جوړ شوي وو.

سونک سحر وختي په خپله حلقه یورک شر کې ووټ ورکړو او د سټارمر دوه ګنټې وروسته په مشرقي لندن کې په خپله حلقه کې رای ورکړه.

ایاینت جېکب لیکوال دی او په مشرقي لندن کې ووټ ورکړو، وايي په وروستیو ورځو کې د اسټرېلیان نه بېرته راغلی دی او داسې محسوسوي چې په برطانیه کې هرڅه په غلط ډګر روان دي او ډېر خلک غېر مطمین دي.

دوه وېشت کلنې جوډېت د شمالي لندن په یو پولنګ سټېشن کې ووټ ورکولو ته تللي وه او ای اېف پي خبري ادارې ته وویل په یوې پارټۍ هم اعتماد نه کوي خو د دې باوجود به په انتخاباتو کې برخه اخلي. هغه زیاته کړه چې د هغې زیاتره ملګري هم دغه شان احساسات لري.

ټاکل شوې ده چې ووټونه به د مقامي مطابق لس بجي ختم شي او د دې وروسته به نشریاتي ادارې د ووټ ورکوونکو د رایو په بنیاد اېګزېټ پولز اعلانوي چې د په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو کارکردګي څنګه وه.

د برطانیې پارلېمنټ ۶۵۰ سېټونه لري. د امکان دی چې د ووټونو نتېجې د جمعې په ورځ د لمرخاته سره مخکې ته راتلل شروع شوي او کومه پارټي چې هم ۳۲۶ چوکۍ واخلي نو په پارلېمنټ کې په اکثریت ترلاسه کړي.