د عامو رایو د یوې تازه ارزونې له مخې په دریوؤ کې یو برخه امریکایان جوبایډن یو ښه صدر ګڼي خو په لسو کې یوازې یو امریکایي ګمان کوي چې هغه یو غوره صدر ؤ.
د امریکې نوی منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به په ۲۰مه جنورۍ د خپل منصب لوړه کوي اؤ ددې سره سم به د موجوده صدر جوبایډن د واکمنۍ دوره پاي ته ورسیږي.
پوښتنه دا راپورته شوې امریکایانو لپاره جوبایډن د صدر په توګه څنګه ؤ؟ اؤ همدا پوښتنه ایسوسي ایټډ پریس اؤ څېړنېزې ادارې "نورک سینټر فار پبلک افییرز ریسرچ" د عامو رایو په ارزونه کې د خلکو مخې ته کېښوده.
د عامو رایو د دې ارزونې پایلې ښیي چې رخصتېدونکي صدر جوبایډن چې کومه واکمني وکړه د هغې په اړه د امریکایانو رایه دومره ډاډمنه ده اؤ پخپله د هغه د ګوند ډیموکرېټان رایه لري چې د هغه واکمني د اوسط یا منځنۍ درجې وه.
په کال 2021 کې چې ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ موده سرته رسولې وه اؤ له سپينې ماڼۍ وتلی ؤ نو د اې پي او نورک همداسي یوه ارزونه کې په دریوؤ کې یوه برخه خلکو ټرمپ ښه یا ډیر ښه صدر ګرځولی ؤ اؤ په لسو کې دوو کسانو بیا د "عظیم" صدر په توګه یاد کړی ؤ.
دا په داسې حال کې وه چې د ټرمپ پلویان د امریکا په کیپيټل ورختلي وؤ اؤ په کانګریس کې یې د صدر جوباییډن د فتحې د تصدیق د عمل ګډوډولو هڅه کړې وه.
خو د صدر په توګه د بایډن اؤ ټرمپ په اړه د امریکایانو رايې له یو بله زیاتې جلا نه وې، د خلکو د نیمایي تعداد راي د دواړو د صدراتي مودې په اړه یو شان وې هغوي دواړه
"poor "یا" terrible "یعنې د "کمې درجې" او "بوږنوونکي" صدران بللي وؤ.
نزدې په 10 لسو کې دریوؤ امریکایانو باییډن د منځنۍ د درجې صدر یاد کړی ؤ اؤ د ټرمپ په اړه په 10 کې د دوؤ نه د کمو هم همدا رايه وه.
د بایډن په هکله د خلکو رایې تر هغې وړاندې د ډیمو کریټک صدر باراک اوباما په مقابله کې د ډېرې کمې درجې وې چې د هغه د صدارتي مودې سرته له رسېدو وروسته د اې پي اؤ نورک د عامه رایو په یوه همداسې ارزونه کې د خلکو نیمایي تعداد هغه ښه اؤ عظیم صدر ګرځولی ؤ.
دا پایلې روانه اونۍ د ګیلپ لخوا مخې ته د راغلو هغو شمیرو سره سمې دي چې پکې د بایډن پوزیشن د ريپبلکن صدر رچرډ نکسن د هغه پوزیشن په څېرښودل شوی ؤ چې کله د واټر ګیټ سکینډل نه وروسته هغه استعفا ورکولو ته اړ شوی ؤ.
د ګیلپ د تجزیې څخه معلومیږي چې نور صدران چې د خراب ریټنګ سره رخصت شوي وؤ په شمول د ټرمپ ، ري پبلکن جارج ډبلیو بش اؤ ډیمو کریټ جمي کارټر ، د ټولو د صدارتي دورو په هکله خیالاتو کې د وخت په تېرېدو سره ښه والی راغلی ؤ خو تر څو چې د صدر باییډن تعلق دی نو د څو ډیموکراټانو په شمول ډیر کم خلک د هغه د صدارتي مودې څخه خوشحاله ښکاري.
هسپانوي اؤ افریقاي امریکایان زیات ناهیلي شوي:
د ای پي اؤ نورک ددې اوسنۍ نظر پوښتنې څخه معلومه شوې ده چې په ځانګړي ډول تور پوستي اؤ هسپانوي امریکایانو کې مایوسي زیاته ده ، باییډن لپاره شیان مدام دومره خراب نه ؤ ، د صدارت کرسۍ ته له رسېدو وروسته په لسو کې تقریباً شپږ و امریکایانو باییډن دملکي انتظام چلولو چارې ستایلې وې خو خو د کال ۲۰۲۲ تر پېل دا شمیره په ۱۰ کې تقریباً ۴ ته راټيټه شوې چې د هغه د صدارت تر پاتې مودې بیا همدا شمیره پځای پاتې شوه.
په دې نوې ارزونه کې هم ناهیلي په ځانګړې توګه تور پوستو اؤ هسپانوي امریکایانو کې څرګنده وه چې په روایتي توګه ډیموکراټانو ته مایله دي خو په ۲۰۲۴ کې یې په زیاته شمیره د ټرمپ ملاتړ وکړو.
ځوانانو په خاصه توګه د باییډن د صدارت په اړه منفي نظر ښودلی ، د ۳۰ کلونو څخه د کم عمر په ۱۰کې یوازې یو امریکایي وایي چې هغه ښه یا ډیر ښه صدر ؤ خو ددې په پرتله د ۶۰ کلونو یا تر دې د زیات عمر کسانو کې په لسو کې د څلورو وینا ده چې هغه ښه یا عظیم صدر ؤ، د ۱۸ نه نیولي تر د ۲۹ کلنه عمر لروکو په ۱۰ کې د ۶ امریکایانو وینا ده چې باییډن د کمې درجې اؤ بوګنوونکی صدر ؤ.
د ناکامه ژمنو اغېزې
د باییډن ادارې تر څار لاندې د قانون جوړونې په ډګر کې داسې لوی پرمختګونه وشول چې د ټرمپ او اوباما په پرتله یې زیات پراخ اثرات درلودل. دې کې د عامو خلکو د ښېګڼې لپاره پروژې، د مایکرو چپ جوړونه، روغتیايي خدمتونو ته وده ورکول او د چاپیریال سره دوستانه دندو رامینځته کول شامل دي.
صدر باییډن د څو لسیزو وروسته د وسلو د خوندیتوب په برخه کې یو ستر قانوني پیکج هم لاسلیک کړو.
سره له دې، یوازې د ۱۰ کسانو څخه ۲ ویلي چې صدر باییډن خپلې انتخاباتي ژمنې پوره کړې دي. نزدې د ۱۰ څخه ۴ کسانو ویلي چې هغه هڅه وکړه خو په ژمنو پوره کولو کې پاتې راغی، او همدومره خلکو ویلي چې هغه خپلې ژمنې پوره نه کړې.
د اوکراین او غزې جګړې
لږ تر لږه نیمایي امریکایانو ویلي چې د بایډن د واکمنۍ لاندې د ژوند د لګښتونو، کډوالۍ، او د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د شخړو په اړه منفي اغېزې رامنځته شوي دي. په داسې حال کې چې یوازې د ۱۰ څخه ۲ کسانو ویلي چې په دې برخو کې یې مثبت اثرات لیدلي دي.
ډېری خلکو دا نظر درلود چې د اوکراین سره د روسیې جګړې په اړه د بایډن چلند تر مثبتو اغېزو زیات منفي اړخونه درلودل، سره له دې چې د هغه ادارې کیف ته د میلیاردونو ډالرو په پوځي مرستو ټینګار وکړ.
د حماس پر وړاندې د اسرایل جګړې په اړه د بایډن په اړه منفي نظرونه په ځانګړې توګه د ځوانو رایه ورکوونکو تر منځ څرګند وو.
د ۳۰ کلونو څخه د کم عمر لرونکو امریکایانو یوازې ۱۰٪ ویلي چې د هغه اسراییل-فلسطین شخړې باندې مثبت اثرات درلودل.
شاوخوا د ۱۰ څخه ۴ امریکایانو ویلي چې دوی او د هغوی کورنۍ د باییډن د واکمنۍ په وخت کې د مخکې په پرتله ډېر بد حالت کې ژوند کوي، په څلور کې یوه برخه خلکو ویلي چې د هغوی وضعیت ډېر یا تر یوه حده ښه شوی دی.
(ددې رپورټ معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)