د خېبرپښتونخوا د سنګ مرمرو کارخانه دار وايي د توانای زیاتو قیمتونو یې کاروبار خراب کړی دی

په خيبر پښتونخوا کې د سنګ مرمرو کارخانه دار وايي د توانای د قیمتونو د زیات والی له امله یې صنعت په منفي ډول اغیزمن شوی او نیم په نیمه کارخانې بندې شوي.

د سنګ مرمرو د صنعت سره تړلي کاروباریان وايي د کارخانو د بندېدو له امله په لکونو کارکونکي هم بیروزګاره شوي دي.

په پاکستان دا وخت د بجلی د 6000 میګا واټه کمي سره مخامخ دی او سوداګر وایې په صنعتی مرکزونو کی د بجلی د یو یونټ بيعه د 62 روپی نه زیاته شوی چی له امله واړه کاروباریان نه شی کولی چی د بجلۍ بلونه ورکړی شي.

د خيبر پښتونخوا د سنګ مرمرو د کارخانو او د درنګونو د اتحادی مشر سجاد خان وی او ای ډیوه ته وایې د توانای په بیعو کی د اضافی وروستو د بجلی د یو یونټ بيعه 62 ته رسېدلې او پنځوس فیصد کارخانې په دی وجه بندی شوی چې کارخانه دار خپل بلونه نه شې په پورا کولی.

سجاد خان زیاتوی بجلی د سنګ مرمرو د صنعت دپاره ‌بنېادی د خام مال حثیت لری او د ګرانې بجلۍ له وجی اوس کارخانې په یو شفټ کی چلیږې او د یو لاکه نه زیات هغه کار کوونکي بې روزګاره شوي چې په غیر مستقیم ډول د دې صنعت سره تړلي دي." که حالات داسې وی نو زر به د صنعت بند شې صوبايي حکومت ته دا تجویز دی چی بجلی زمونږ خپل پیداوار دی او مرکزی حکومت ته چی زمونږه د بجلی کومی پیسی کیږې هغه پریږدی او په رعایتې نرخ صوبی د کارخانو دپاره بجلی واخلی."

دوه ورځ وړاندی د پاکستان د توانای مرکزي وزیر خبرداری ورکړی وو د روان کال آخر پوری به د توانای بیعی نوری هم زیاتیږی او حکومت سره بله لار نشته سېوا ددی چی د تواناي بیعی زیاتی کړي.

په وروستو کی مرکزی حکومت د پټرول او ډیزل په یو لیټر کی 14 روپی نوره اضافه کړی او په ملکی کچه زیات تره بجلی د بهر هیوادونو څخه د راتلونکی تیلو په ذریعه پیدا کیږې د روانی میاشتی د وړومبی نیټې نه د بجلی په یو یونټ کی د 7روپی نه زیاته شوی او هم دغه رنګه ګیس بیعی هم سېوا شوی.

د خيبر پښتونخوا سوداګر وایې د توانایې د کمی او زیاتو بیعو له وجی واړه کاروبارونه هم اغیزمن شوی صوباېی د کاروباریانو عمومی سېکتر ظاهر شاه وایې د موجوده حکومت نه هغوی دا طمع لرله چی د کرونا نه متاثره صنعت او تجارت ته به رعایتونه ورکړی خو دوی د رعایتونو په ځايې په وړو سوداګرو مالیا اولګوله او د توانایې بیعی هم زیاتې کړی او ددی ګرانې له وجې سوداګر خپل د بجلی بلونه هم نه شی ورکولی.

ظاهرشاه وايي "د خلقو د حکومت نه دا توقع وه چی د کرونا نه پس حکومت به کاروباری خلقو ته رعایتونه ورکړی خو د توقع خلاف صوبایې او مرکزی حکومت د بجلی او ګیس د زیاتو بیعو او لوډشیډنګ بوج په سېوا کړو چی له وجی کاروبارونه متاثره شو."
په خيبر پښتونخوا کې کاروبار کوونکي وایې چی په ښارونو کی د 10 نه تر 12 ساعتونو پوري لوډشیډنګ کیږې او بیا د پوهانو وینا ده د پاکستان اساسي قانون د دې خبرې اجازه ورکړی چی په یوه صوبه کی پیدا کیدونکی وسایلو وړومبی د هغی د اوسیدونکو حق دی.