مولانا فضل الرحمان په هېواد کې د نوي سره انتخاباتو کولو غوښتنه کړې

PAKISTAN-POLITICS-OPPOSITION-MARCH

‏د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، د اتمې فرورۍ د انتخاباتو نتيجې ردوي او د نوي سره یې د انتخاباتو ‏غوښتنه کړې ده. خو حکومت ويلي، انتخابات به په ‏‎2029‎م کې کيږي.‏

مولانا فضل الرحمان په ‏‎30‎م جون ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډه کې وويل، "د مجلس شورا دوه ورځنۍ غونډه یې ترسره شوه، د فرورۍ په مياشت ‏کې یې د اتمې فرورۍ انتخابات او نتيجې رد کړې او اوس مرکزي مجلس شورا د مرکزي عامله د هغه فېصلې توثيق وکړو".‏

هغه وويل، "د اتمې فرورۍ ‏‎2024‎‏ نتيجې ورته په هيڅ قيمت قبول نه دي او په انتخاباتو کې د اسټبلشمنټ خلاف خپل تحریک به په وړاندې بوځي".‏

هغه زياته کړه، "قام ته دې د ووټ حق ورکړل شي او بيا د نوي سره دې سوتره او راڼه انتخابات منعقد کړل شي او د هغې نه دې اسټبلشمنټ او زمونږ خفيه ‏ادارې لرې وا وسي او د انتخاباتو په عمل کې دې هيڅ ډول لاسوهنه ونه کړي".‏

د جمعيت علمااسلام د مشر د نوي سره انتخاباتو غوښتنې ته په غبرګون کې د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي، "انتخابات به د موجوده حکومت په ‏اييني موده پوره کېدو په ‏‎2029‎م کال کې کيږي".‏

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه تارړ ويلي، په موجوده حالاتو کې د سياست کولو دپاره پارليمان مناسبه فورم دی، او په سياست کې د ټولو ‏مسلو حل په مذاکراتو او خبرو اترو کې دی.‏

مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې د حکومت سره خبرو اترو په اړه وويل، "شورا یې ويلي حکومت دومره توان نه لري چې زمونږ او ټولو سياسي ‏ګوندونو تحفظات لرې کړي".‏

او نوموړي د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره د رابطو په اړه وويل، "که مذاکرات ورسره کول غواړي نو دوی ورته هرکلی کوي، خو تحریک انصاف ‏ګوند تراوسه پورې د دوی سره د خبرو دپاره رسمي مذاکراتي ټيم نه دی اعلان کړی او بل اړخ ته د سني اتحاد کونسل مشر بيان ورکړی چې د جمعيت ‏علمااسلام سره یې اتحاد نه شي کېدی نو د داوړه بدلې رای دي".‏

د رپورټونو ترمخه، پاکستان تحریک انصاف ګوند د مولانا فضل الرحمان سره د اتحاد په حواله د قامي اسمبلۍ د پخواني سپکر اسد قېصر په مشرۍ ‏پينځه کسيزه مذاکراتي کميټي اعلان کړې ده.‏ مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې زياته کړې، "ايين د پوځ او ټولو ادارو دايره کار ټاکلی ځکه ټولې ادارې دې په خپل دايره کار کې پاتې شي".‏

په ‏‎22‎م جون د حکومت لخوا د عزم استحکام عملياتو په اړه نوموړي وويل، د کال ‏‎2001‎‏ راسې د میزان په نوم عملياتو نه راپدېخوا د ردالفساد نومې ‏عملياتو پورې چې د ترهګرۍ پرضد څومره هم عمليات شوي د ولس په ذهن کې يوه پوښتنه ده چې د ‏‎2001‎‏ په مقابله کې نن د ترهګرۍ شرحه لس چنده زياته ‏شوې ده، قام په اعتماد کې نه اخستل کيږي.‏

هغه وويل، "په دغو عملیاتو کې چې د ولس کوم تاوانونه شوي، کورونه یې پرېښودي، کورونه یې تباه شوي خو تر ننه پورې د هغو تاوانونو معاوضې نه دي ‏ورکړل شوي، او د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د شاملولو په وخت چې په دغه سيمه کې د پرمختيا دپاره د لسو کالو پورې هر کال د ‏‎100‎‏ اربه روپو ورکولو ‏وعده شوې او اسمبلۍ يې منظوري ورکړې، اووه کاله وشو هغه ‏‎100‎‏ اربه روپۍ نه دي ورکړل شوي". ‏

په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ‏ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه ‏پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.‏