د بلوچستان صوبې په زيارت سيمه کې د یو پوځي افسر د وژل کېدو وروسته په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې پوځ ویلي پېنځه وسله وال او د پوځ یو افسر وژل شوی دی.
رېډیو پاکستان د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار له قوله ویلي چې د 14 او 15 جولايۍ په مينځنۍشپه کې د خوست سره نزدې د خليفت په غرونو کې ځواکونو د یو تښتول شوي د تن راخلاصولو او د وسله والو پرضد عمليات کړي او په دغو عملياتو کې یې پينځه ترهګر وژلي.
په رپورټ کې وېل شوي چې په عملیاتو کې د پوځ یو حوالدار هم وژل شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د خالي، شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې د پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي په عملیاتو کې د نهو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په زیارت سیمه کې دغه عمليات په داسې حال کې کړي چې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ 14 جولايۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، د 12 او 13 جولايۍ په مینځنۍ شپه کې د 10 نه تر 12 پورې ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا چې د کوټې په ډي اېچ اې کې په ډيوټۍ وو او د هغه خپلوان عمر جاوېد د زيارت نه کوټې ته په لار وو او د ورچوم په علاقه کې تښتول شوي وو.
بلوڅ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه پېښې زمه واري منلې وه.
پوځ بيا ويلي وو د پېښې وروسته د 13 او 14 جولايۍ په مينځنۍ شپه کې د پوځي افسر او خپلوان د خلاصولو دپاره عمليات پېل کړی شوي چې پکې د پوځ ځانګړې دستې [اېس اېس جي] او هيلي کاپټرو هم برخه اخستې وه، او د پوځ په وېنا چې کله ترهګر د مانګي ډېم سره معلوم کړل شو هلته د ترهګرو د پوځ سره نښته وشوه.
د پوځ ترمخه د نښتې په مهال ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا ووژلو، او دوه ترهګر هم وژل شوي وو خو پاتې ترهګر د عمرجاوېد تښتولو او د موقعې څخه په وتلو کې کامياب شوي وو.
پوځ بيا د ترهګرو پرضد دعملیاتو او لټون عملیاتو دوامداره ساتلو ويلي وو.
پوځ ويلي په زیارت کط وژل شوي پينځه ترهګر د بلوڅ لبرېشن ارمي [بي اېل اې] ډلې سره تعلق لري، او د تښتول شوي تن د راخلاصولو پورې به عمليات دوام لري.
د امریکې خارجه وزارت یاسټېټ ډپارټمنټ په کال 2019 کې بي اېل اي ترهګر تنظیم وټاکلو او د ډلې په اړه یې په خپل یو بیان کې وویل بي اېل ای "یو شمېر ترهګر" حملې کړي او د پاکستان په بلوچستان صوبه کې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په هدف کوي.
د امریکې د خارجه وزارت په بیان کې وېل شوي چې په کال 2018 کې بې اېل ای په بلوچستان کې او په 2019 کې یې په کراچۍ کې د چین په کونسلخانه او په ګوادر کې په یو هوټل حملې کړي.