معتدله او غېر معروفه صدارتي امېدوار ډاکټر مسعود د ايران نوی صدر ټاکل شوی دی، د ايران د کورنيو چارو وزارت نن د خالي/ شنبې په ورځ د نوي صدر ټاکنه اعلان کړې ده.
د ايران د کورنیو چارو وزارت ویلي، مسعود پزشکيان د صدارتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د مخالفه امېدوار په مقابله کې زياتې رای ترلاسه کړي دي.
د ايران د مخکيني صدر ابراهيم رييسي د هيلي کاپټر په پېښه کې د مړينې وروسته د نوي صدر د ټاکنې د 28م جون په لومړي پړاو کې يو امېدوار هم ټاکلی هدف 50 فيصده رای نه وې ترلاسه کړې.
خو د ايران د کورنيو چارو وزارت ویلي، د جمعې په ورځ ترسره شوو صدارتي انتخاباتو په دويم پړاو کې مسعود پزشکيان يو کروړ 60لکه ووټونه اخستي او په زياتو رایو اخستو کې بريالی شوی دی.
ويل شوي، د پزشکیان په مقابله کې بل امېدوار سعيد جليلي يو کروړ 30لکه ووټونه اخستي دي. د ايران الېکشن کمېشن ویلي، د ووټونو په دویم پړاو کې د رايو ورکولو شرحه (ټرن اوټ) 49 فيصده وو او شپږ لکه رایې غلطې ګرځول شوي دي.
د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د مسعود پزشکيان د ګټې د اعلان وروسته د هغه پلارنۍ سيمه اروميه کې خوشالۍ نمانځل شوي، په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوز کې ليدل شوي خلک په سړکونو راوتلي نڅا یې کړې او د نوي صدر په حق کې یې نعرې وهلي دي.
د بريا وروسته پزشکیان د خپلو پلويانو مننه کړې او په سرکاري ټي وي يو بيان کې نوموړي ويلي، "مونږ به هر چاته د دوستۍ لاس غځوو، مونږ د دې ملک يو شان وګړي يو او په ګډه به یې د پرمختیا دپاره کار کوو".
69 کلن مسعود پزشکيان د زړونو د ناروغو د عملياتو (سرجن) ډاکټر دی، او د لويديځ هيوادونو سره د رغنده اړيکو پلوي دی او هغه په نړیواله کچه، ايران د يواځي والي څخه ويستلو دپاره د لويدیځ سره په جوهري تړون بيا د خبرو خواهش لري.
د هغه په مقابله کې بل امېدوار سعيد جليلي د ايران د جوهري مذاکراتي ټيم برخه وو او هغه د غرب سخت مخالفه او سخت دريځه شخصيت په توګه پېژندل کيږي.
په انتخابي کمپاين کې سعيد جليلي د خپلو سخت دريځه پلويانو پوره ملاتړ ترلاسه کړی وو.
د انتخاباتو نه وړاندې د دواړو صدارتي امېدوارانو ترمنځ په ټيلي ويژن دوه بحثونه شوي وو، دواړو د يو بل په پاليسيانو سختې نيوکې کړې او ايران ته په ورپېښو اقتصادي چېلنجونو، نړیوالو اړيکو او نټرنېټ بنديزونو سره نورو موضوعاتو باندې یې خبرې کړې وې.
ويل کيږي، مسعود پزشکیان په ملک کې په انټرنېټ د بنديز او اخلاقي پوليسو خلاف دی.
د ايران اخلاقي پوليس په ولسي ځايونو کې د ښځو سرونه پټول يقيني کوي.
په کال 2022م کې د اخلاقي پوليسو په بند کې د مهسا امیني نومې جينۍ د وژنې د پېښې وروسته په ايران کې په پراخه کچه مظاهرې شوې وې او د اخلاقي پوليسو د ختمولو غوښتنه شوې وه.