د یوکرېن د دورې نه څو ورځې وروسته د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د روس صدر ولادېمېر پوټن ته ویلي هغه د روس او د یوکرېن د شخړې زر خاتمه غواړي.
پوټن سره د نهې، سه شنبې، په ورځ د خبرو نه یوه ورځ مخکې مودي د امریکې صدر جوبایډن سره په یوکرېن کې د جنګ په اړه خبرې کړې وې.
پوټن سره د خبرو په اړه مودي په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل دواړو په یوکرېن کې د جنګ په اړه د خیالاتو تبادله وکړه او هغه یوکرېن ته د دورې په اړه باره کې خیالات شریک کړل. مودي وویل هغه د هند دا دریځ تکرار کړو چې د شخړې دې په امناکه ډول مستقل حل راووېستل شي.
تېره هفته د یوکرېن د دورې په مهال مودي په کییف کې د صدر ولادومېر زېلېنسکي سره ملاقات کې په روس او یوکرېن غږ وکړو چې زر تر زره دې د امن مذاکرات شروع کړي. مودي وړاندېز وکړو چې د روس او یوکرېن ترمنځ امن په ترلاسه کولو کې هغه فعاله کرادار ادا کولی شي.
مودي په داسې حال کې د کییف دوره کړې چې مغربي ملکونه په هندوستان تنقید کوي چې په یوکرېن يې د روس د یرغل غندنه نه ده کړې.
د هندوستان خارجه وزارت وویل پوټن سره په ټېلې فون خبرو کې مودي د مکالمې او د سفارتکارۍ ترڅنګ د ټولو فريقېنو ترمنځ مخلصانه او د عملي رابطو په اهمیت ټینګار وکړو.
د هند خارجه وزارت په یو بیان کې وویل مودي او پوټن په دوه اړخیزه تعلقاتو کې په پرمختګ او همکارۍ د نورې زیاتولو په اقداماتو هم خبرې وکړې.
د ګل، دوشنبې، په ورځ بایډن سره خبرو کې هم مودي په یوکرېن کې د جنګ د زر خاتمې او د امن ملاتړ وکړو.
هند په یوکرېن کې جنګ د خاتمې دپاره د امن څه تجویز نه دی وړاندې کړی خو هند د یو څو هغو ملکونو څخه دی چې د روس او هم د مغربي ملکونو سره نږدې تعلقات لري او امید کوي د روس او یوکرېن ترمنځ د خبرو انتظام کولی شي.
یوکرېن ته د مودي د سفر نه وروسته، زېلېنسکي خبریالانو ته ویلي هغه به د دې خبرې حمایت کوي چې هندوستان دې په یوکرېن کې د امن دپاره د سرمشرانو د غونډې کوربتوب وکړي. په دې موضوع وړمبۍ سرمشريزه غونډه په سوېټزرلېنډ کې د جون به میاشت کې شوې ده.