صومالیه کې موټر بمي چاودنې ۷۶ تنه وژلي

د صومالیه سرښار موغادیشو کې د یو ځايي اېمبولېنس (امین) سرچینوویلي د ښار په سویل ختیځه برخه کې په یو موټر بمي برید کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د ځیني چارواکو په وینا په یاد موټر بمي برید کې د وژل شوو کسانو شمیره ۹۰ ده.

د عیني شاهدانو په وینا دغه چاودنه د ښار په هغه ځاې کې شوې چرته چې یوه امنیتي پوسته هم ده. دغه ځاې کې موغادېشو ښار ته ننوتونکي او د ښار نه بهر وتونکي ګاډو څارنه یا چیکنګ کیږي.

یو ځايي چارواکي ویلي چاودنه د یو ټرک په لار شوې.

د لومړي رپورټونو تر مخه د چاودیدونکي موادو نه ډک دغه ټرک هدف د ګاډو د ټیکسونو یا مالیو راغونډولو یو مرکز( ټیکسیشن افس) وو.

یاد دفتر سره ګڼ شمیر ګاډي د خپلو ټېکسونو ورکولو لپاره ودریږي او هر وخت ګڼ شمیر ګاډي موجود وي.

د چاودنې د ځاې حال لیدونکي یو تن وي او ای صومالي څانګې ته ویلي، په دغه سیمه کې يې ځاې پر ځايې وینه او د وجودونو ټوټې لیدلي. دغه تن ویلي ٫٫ د مړو شوو تنانو شمارل ګران دي، خو ډیر خلک وژل شوي.٬٬

تر دې دمه چا د دغې چاودنې پړه په غاړه نه ده اخستې. خو وړاندې د دغې په صومالیه کې د القاعده ترهګرې ډلې سره تړلې الشباب ډلې وړاندې د دغه شان بریدونو ذمه واري په غاړه اخستې.