روسي چارواکي وايي اوکراېن د اتوار/ یکشنبې په سهار په روس ډرون بریدونه کړي او د هیواد په بېلا بېلو برخو کې یې د بجلۍ او تیلو پاکولو کارخانې په نخښه کړي.
د روس سرکاري خبري ادارې د دفاع وزارت له خوا ویلي چې د هیواد هوايي دفاعي نظام یې د اوکراېن ۱۵۸ ډرون الوتکې تباه کړي. یاد وزارت په ټیلي ګرام ویلي چې په دغه ډرونونو کې ۱۲۲ د اوکراېن د پولې سره نژدې په کرسک، بریانسک، وورونز سیمه کې تباه کړی شوي.
د روس د دغه دعوو د ازادو سرچینو نه پخلی نه کیږي او نه هم د اوکراېن لخوا په دې اړه څه ویل شوي.
د اوکراېن لخوا په روس دغه بریدونه د ماسکو له اړخه په کېیف د شوو تازه بریدونو وروسته شوي چې پکې روس په ۲۰۰ ډرون او میزایلونو د اوکراېن د توانایۍ جوړولو مرکزونه په نخښه کړي وو. دغه برید د روس لخوا یو تر ټولو لوې برید بلل کیږي.
یوه میاشت وړاندې د اوکراېن لخوا د روس په کرسک سیمه کې د جګړې وروسته د روس او اوکراېن لخوا په یو بل د ډرون بریدونه دا لړۍ تیزه شوې او په دونڅک سیمه کې بیا روسي عسکرو د اوکراېن شرقي سیمو ته پرمختګ کړی.
کېیف په واشنګټن غږ کړی چې د ایتلافي هیوادونو لخوا ورکړل شوو وسلو کارولو بندیز دې پورته کړي چې د روس دننه بریدونه وکړی شي. اوکراېن ګڼی چې د روس دننه بریدونه به د ماسکو لخوا په اوکراېن د بریدونو زور کم کړي.
د اوکراېن صدر ولادیمیر زېلنسکي د انتظامیې ځیني لوړ پوړي چارواکي تیره اونۍ په واشنګټن کې وو او د واشنګټن نه د خپل هیواد د دفاع لپاره د مکمله مرستو ترلاسه کولو غوښتنه کوله.
په ټېلیګرام چینل د بازا نومې یوې خبري ادارې ویلي چې د اتوار په سهار د روس په تېوېر سیمه کې د اوکراېن لخوا کاناکوا پاور سټېشن په نخښه شوی چې په دغه سیمه کې د بجلۍ جوړولو لوې مرکز دی. دغه خبري چېنل د روس د امنیتي ادارو سره نژدې ګڼل کیږي.